ads

سعودي عربستا ارجنټاین ته ماتې ورکړه

د ۲۰۲۲ فوټبال نړیوال جام په سیالیو کې تېره ورځ سعودي عربستان لوبډلې ارجنټاین ته ۲ د یو په مقابل کې ماتې ورکړه.

نویسنده: Mohammad Khan barial
2 لیندۍ 1401
سعودي عربستا ارجنټاین ته ماتې ورکړه

که څه هم په یاده لوبه کې د ارجنټاین لوبډلې د لوبې په پیل کې ګول ترسره کړ، خو بیا تر پایه د بل ګول په وهلو بریالي نه شول.
د یادې لوبې د بریا په خوښۍ کې د سعودي عربستان پاچا نن په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې.
یاده لوبه د فوټبال د مبصرینو لپاره ځکه حیرانونکې وه چې ارجنټاین لوبډلې له تېرو درییو کلونو راهیسې ماتې نه وه خوړلې او تر ډېره د دغه جام اتله لوبډله بلل کېده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA