ads

د متقاعدینو د حقونو ورکړې نامعلوم برخلیک

یو شمېر افغان متقاعدین شکایت کوي چې د اسلامي امارت شاوخوا ۱۵ میاشتې تېرې شوې، خو لاهم دوی ته خپل حقونه نه دي ورکړل شوي.

اسلام الدین احمدي
2 لیندۍ 1401
د متقاعدینو د حقونو ورکړې نامعلوم برخلیک

دوی وايي، اقتصادي وضعیت یې ورځ تر بلې په خرابېدو دی او د ژمي لپاره د سون توکو اخیستلو وس هم نه لري.
دغه متقاعدین له اسلامي مارات څخه غواړي چې حقونه یې ورکړي، تر څو وکولي شي خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي.
د کابل اوسېدنکي متقاعد ډګروال میرویس حمید وايي چې مخکې به یې هر کال د ثور په میاشت کې تقاعد ترلاسه کاوه، خو د اسلامي امارت له راتګ وروسته اته میاشتې تېرې شوې، لاهم د تقاعد پر حق اخیستلو نه دی بریالی شوی.
نوموړي وویل چې د حق غوښتنې لپاره یې د مختلفو رسنیو له لارې شکایتونه کړی، خو هېچاه یې غږ نه دی اورېدلي.
«له ډېرو ستونزو سره مخ یو، د کورنۍ نفقه راپه‌غاړه ده او ژمی هم راورسېد، اته ماشتې کېږي چې خپل حقوق مو نه دي ترلاسه کړي. هیله مند یو چې اسلامي امارت زموږ ستونزو ته په کتو د متقاعدینو معاشات ورکړي.»
بل متقاعد برات خان هم کلید راډیو ته وویل چې څو میاشتې کېږي چې د تقاعد حقونه یې نه دي اخیستي.
هغه د اسلامي امارت له سرپرست حکومت څخه غواړي چې ټولو اتباعو ته حقوق ورکړي او د متقاعدینو د معاشونو په برخه کې دې هم ژر اقدام وکړي.
«که تقاعد رانه کړي، د ژوند چارې به مو لا ډېرې سختې شي، ځکه زموږ د ژوند چارې په همدغه معاش روان وي او اوس خو کار روزګار هم نه شو کولي.»
بل لور ته د متقاعدینو ټولنه هم د دوی ستونزې مني او له اسلامي امارت څخه غواړي چې ژر به په دې اړه خپله وروستۍ پرېکړه صادره کړي.
د متقاعدینو د ټولنې رییس سنګر افندي کلید راډیو ته وویل، تر اوسه د دوی هڅو مثبته پایله نه ده ورکړې او متقاعین په خراب اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.
نوموړي زیاته کړه چې د یو متقاعد د ژوند ټولې چارې په همدې معاش پورې تړلي وي. که دوی ته حق ورنه کړل شي، ښايې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شي.
«ټول متقاعدین له سختو ستونزو سره مخ دي، خو تر نن ورځې پورې زموږ حقوق نه دي راکړل شوي. ټولو اړوندو ادارو ته مو مراجعه کړې، مسوولین راته وايي چې دا ستاسې حق دی، خو تر اوسه په دې اړه اقدامات نه دي شوي. له اسلامي امارت نه غوښتنه کوم چې د متقاعدینو معاشات ورکړي.»
و مو غوښتل د متقاعدینو د معاشاتو په اړه د مالیې وزارت د مسوولینو نظر هم له ځان سره ولرو، خو هغوی په دې اړه د معلوماتو له ورکولو څخه ډډه وکړه.
د یادولو وړ ده چې د تقاعد حقونه د هر دولتي کارمند کاري حق دی چې تر تقاعد وروسته د دولت له خوا ورکول کېږي او په هر هېواد کې سیاسي تحول پرې کوم اغېز نه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA