یادې ادارې پرون ناوخته پر ټوېټرپاڼه لیکلي، په افغانستان کې د توکو د بیو په لوړېدو سره اړتیا ده چې له افغانانو سره په سخت ژمي کې د نغدي مرستې ترڅنګ د ګرمو جامو او سرپنا مرسته هم وشي.
د دغې ادارې په خبره، اوس مهال د افغانستان ۲۴.۴ میلیونه خلک په سختو شرایطو کې ژوند کوي.
اوچا یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي چې وړمه ورځ د سره صلیب کمېټې هم ویلي چې په افغانستان کې د بد اقتصادي وضعیت د مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې بېړنیو مرستو ته اړتیا ده.
همدارنګه د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام هم په افغانستان کې پر بشري حالت او له لوږې سره د مخ افغانانو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغې ادارې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د راتلونکي ژمي لپاره له افغانانو په مرستو کې پراخه ونډه واخلي.