ads

ډنډپټان ته د لوړپوړو چارواکو سفر

د پکتیا په ډنډپټان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو له دوو ورځو نښتو وروسته، د افغانستان د ملي دفاع وزارت لومړی مرستيال ملا فاضل په سیمه کې د امنیتي وضعیت ارزولو په هدف د ډيورنډ فرضي کرښي صفري نقطې ته سفر وکړ.

بصیر یاد
1 لیندۍ 1401
ډنډپټان ته د لوړپوړو چارواکو سفر

امنیتي چارواکي وايي، ملا فاضل په سیمه کې له امنیتي ځواکونو او خلکو سره د لیدنې ترڅنګ، په همدې سیمه کې د سرحدي امنیتي نقطو لیدنه وکړه.
د پکتیا د سرحدي لوا قومندان بلال کلید ته وویل، د ملي دفاع وزارت لومړي مرستيال ملا فاضل له سفر ورسته سیمې ته د دفاع وزارت د لوی درستیز معاون مالي خان او ځینو نورو چارواکو هم سفرونه کړي دي.
نوموړي زیاته کړې چې د ماشین الاتو له ترمیمیدو وروسته به د سړک تېرولو چارې بېرته پیلوي؛ دا هغه سړک دی، چې له کبله یې د دواړو خواوو ترمنځ شخړه پېښه شوه:
«پرون خو د دفاع وزرات معین راغی، هغه دلته له موږ سره وکتل او په سرحد وګرځيده هره نقطه یې وکتله، موږ وسایل د تخنیکي ستونزو له کبله ودرول سړګ نه بندوو خپل وسایل ترمیموو او کار بیا ورباندې شروع کوو او نور خیرت دی.»
داسې ویل کېږي چې د افغان او پاکستاني لوري ترمنځ د مسلې د حل په اړه مذاکرات هم شوي او بې نتیجې پای ته رسېدلي، خو دواړو لورو تراوسه په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي.
په ورته وخت کې د ډنډپټان ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، په سیمه کې د جګړې وېره موجوده ده او په وینا یې، له همدې وېرې فرضي کرښې ته نږدې ګڼ شمېر کورنۍ نورو سیمو ته کډوالې شوې دي.
د ډنډپټان یو اوسیدونکی منور وايي، له څو ورځو راهیسې په سیمه کې وېره خپره ده او زیاتوي چې ښځې او ماشومان په وېره کې ژوند کوي:
«دلته ډېره وېره موجوده ده، دوه درې ورځې کېږي ماشومان په ترس کې دي، ډېرو خلکو کډې کړي. اوس هم ماشومان، ښځې او سپین ږیري ډارېږي. نو سخته وېره موجوده ده، ځکه چې موږ خو په سرحد کې یوو.»
د سیمې یو بل تن اوسیدونکی نجیب الله فطرت وايي، د جګړې له سیمې شاوخوا پنځه سوه کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوې چې د خوراکي توکو او سرپناه په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
نوموړي پر نړیوالو خیریه بنسټونو غږ وکړ چې له بې ځایه شویو خلکو سره دې مرسته او همکاري وکړي.
«په ټولو نړیوالو موسساتو غږ کوو چې، د ډنډپټان سیمه کې چې کوم جنګ روان دی نن یې څلورمه ورځ ده چې، شاوخوا پنځه سوه کورنیو هجرت کړی دی څمکنیو سیمې ته. نو دغه خلک په عاجله توګه بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.»
د یادونې وړ ده، چې د دې نښتې علت هغه سړک ښودل کېږي چې، له اغرن سیم دې خواته تېریږي او د کرښې ها خو اوسیدونکي یې د ملکیت دعوه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA