ads

په اندونیزیا کې زلزلې ۱۶۲ کسان وژلي

تېره شپه د اندونیزیا په «جاوا» ټاپو کې د ریښتر په کچه ۵.۶ درجې زلزله وشوه چې په پایله کې یې ۱۶۲ کسان ووژل شول.

کامران احمدزی
1 لیندۍ 1401
په اندونیزیا کې زلزلې ۱۶۲ کسان وژلي

د امریکا متحدو ایالتونو د جیولوژیکي سروې د معلوماتو له مخې، دا زلزله د جاوا ټاپو په لوېدیځ «سیانجور» ښار کې شوې ده.
د د غې زلزلې ژور والی ۱۰ کیلو مټره ښودل شوی دی.
ځايي چارواکو ویلي چې د یادې زلزلې له کبله د مرګ ژوبلې شمېر وروستی نه دی او ښايي نور زیاتوالی په کې هم راشي.
په ورته مهال د افغانستان د اسلامي امارت، امریکا او ګڼ شمېر نورو هېوادونو په دې اړه د اندونیزیا له حکومت او خلکو سره خواشیني څرګنده کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA