په دغو لوبو کې انګلستان لوبډلې کولای شو چې د ایران په مقابل کې شپږ ګولونه ووهي او سیالې لوبډلې ته یې شپږ د دوو په مقابل کې ماتې ورکړه.
په همدې حال کې هالنډ لوبډلې بیا سنګیال ته دوه د صفر په مقابل کې ماتې ورکړه.
بل لورته بیا د امریکا او ویلز ترمنځ لوبه مساوي پای ته ورسېده.
ټاکل شوې چې په دغو سیالیو کې نن له «د» ګروپ څخه ډنمارک، ټونس، فرانسه او اسټرالیا او له «ج» ګروپ څخه به مکسیکو او پولنډ له یو بل سره سیالي وکړي.