د سرچینې د معلوماتو له مخې، ایراني ځواکونو یاد حکومت د یکشنبې په ورځ د لاریون کوونکو د ځپلو لپاره سیمې ته پوځ لیږلی، چې له تېرې ورځې راهیسې یې څلور لاریون کوونکي وژلي دي.
یادې ادارې ویلي، ایراني ځواکونه په نظامي الوتکو کې د مهاباد ښار ته د لاریون کوونکو د ځپلو لپار ور لېږل شوي، چې د دغه ښار ډېری اوسېدونکی کردان او سني مذهبه مسلمانان دي.
د یادونې وړ ده چې د ایران په لاریونونو کې تر اوسه د مېرمنو او ماشومانو په ګډون له ۳۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.