ads

له مکتب پاتې نجونې رواني ستونزې ګالي

په کندهار کې یو شمېر هغه نجونې چې ښوونځي ته له تګ څخه منع شوې وايي، روحي او رواني ناروغیو يې ژوند سخت کړی دی.

تاج محمد ساحل
30 لړم 1401
له مکتب پاتې نجونې رواني ستونزې ګالي

نبیله د زرغونې انا لېسې د ۱۱م ټولګي زده کوونکې ده. کله چې په هېواد کې د نجونو پر مخ ښوونځي تړل شوي، نبیله هم له زده‌کړو محرمه او د ژوند هیلې یې مړاوې شوې دي.
نبیله وايي، هره ورځ رسنۍ تعقیبوي چې کله به د ښوونځیو د خلاصولو خبر اوري، خو په وینا یې، کله چې په هېواد کې د نجونو پر مخ ښوونځي تړل شوي، د علم ډېوې یې مړې شوې او دغه حالت سخته ناهیلې کړې ده.
«زه په زرغونه انا لېسه کې د ۱۱م ټولګي زده کوونکې یم، رسنۍ څارم، خو کله چې د ښوونځیو د خلاصون خبر وانه ورم، ډېره ناهیلې شم.»
نبیله وایي، کله چې ښوونځي ته له تګ څخه منع شوې، رواني ناروغي ورته پیدا شوې او کورنۍ هم غمجنه او خواشینې وي.
«رواني ناروغي لرم، ان ځني وخت ژاړم، ځنې وخت بې ځایه خندا راځي، خوب نه لرم چې کورنۍ مې بېخي راسره په تکلیف ده.»
سعیده بله زده کوونکې ده چې زده کړې یې تر ۱۲م ټولګي رسولې وې. په هېواد کې تر سیاسي تحول او د نجونو پر مخ د ښوونځیو تر تړلو وروسته پر کور ناسته او له زده کړو محرومه ده.
«زموږ یوازنۍ هیله دا ده چې ژر تر ژره ښوونځي پرانیستل شي.»
۴۰کلنه فضیله چې دا مهال د کالیو جوړولو یوه خیاطي لري وايي، کله چې د هغې لوڼې له ښوونځیو څخه منع شوې، د رواني ناروغیو نښې په کې له ورایه ځرګندې شوې دي.
«زما مشره لور چې مکتب ته له تګ څخه منع شوې، ورځ په ورځ یې په روان ورباندې اغېز کوي، نو ما له ځان سره د خیاطۍ په کسب کې شاملې کړې او تر څنګ مې په سنټر کې هم شاملې کړلې.»
ډاکټر عصمت چې په کندهار کې د لوړو زده‌کړو یوې خصوصې موسسې مسوول دی، له زده کړو څخه د نجونو په لېرې کېدو اندېښمن دی.
هغه وايي، که حالت همداسې دوام پیدا کړي او د نجونو پر مخ ښوونځي خلاص نه شي، اړ دی چې د ښځينه اولادونو د راتلونکې لپاره وطن پرې ږدي.
«زه که له خپل هېواد څخه هجرت کولو ته اړ کېږم، نو د یوې لور د تعلیم په خاطر به کډه کوم او بل داسې کوم هېواد ته به ځم چې هلته زما لور تعلیم وکړي.»
د کندهار اوسېدونکي هم وايي، که تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو دروازې خلاصې نه ‌شي، ښایي دا چاره د لومړنیو ټولګیو ښوونیز بهیر ډېر اغېزمن کړي.
د کندهار اوسېدونکی او د ټولنیزو چارو فعال شمس الله کامران له اسلامي امارت څخه غواړي چې د نجونو پر مخ د تړلو ښوونځیو دروازې خلاصې کړي.
«کوچنۍ نجونې چې اوس ښوونځيو ته ځي، فکر کوي چې تر شپږم ټولګي پورته ورته د زده کړو اجازه نه ورکول کېږي، په دې سره ډېره خواشینې وي.»
د کندهار پوهنې ریاست بیا وايي، لاهم د مشرتابه امر ته په تمه دي او هر کله چې هغوی د نجونو پر مخ د ښوونځیو خلاصون امر ورته وکړي، د ټولو نجونو پر مخ به ښوونځي پرانیستل شي.
د دغه ریاست رییس مولوي نقشبندي کلید راډیو ته وویل، تر شپږم ټولګي یې د نجونو لپاره د تعلیم زمینه برابره کړې، خو لا هم د مشرانو په تمه دي، چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي هم پرانیستل شي.
«د مشرتابه امر ته په تمه یو، هر کله چې امر وشي، ښوونځي به پرانیزو.»
تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم له کلید راډیو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي وو چې د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو لپاره په لوړه کچه کار روان دی او هر کله چې رهبري پرېکړه وکړي، د ټولو نجونو پر مخ به ښوونځي پرانیستل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA