یاده لوبه د قطر په « البیت» لوبغالي کې ترسره شوه.
په دې لوبه کې د ایکوادور لوبغاړو د لوبې په ۱۶مه او ۳۱مه دقیقه کې دوه ګولونه ووهل، خو د قطر لوبغاړي تر پایه د ګول په وهلو بریالي نه شول.
ټاکل شوې چې نن به په روان نړیوال جام کې ایران له انګلنډ سره، امریکا له ویلز او سینیګال له هالنډ سره لوبې وکړي.
په دغه نړیوال جام کې ټولې ۳۲ لوبډلې برخه لري چې ۶۴ سیالۍ به ترسره کېږي.