ads

په ارزګان کې ادبي مشاعره وشوه

د ارزګان د اطلاعات او فرهنګ رياست له خوا ادبي مشاعره ترسره شوه.

احسان الله ولسمل
30 لړم 1401
په ارزګان کې ادبي مشاعره وشوه

په دې مشاعره کې د شاعرانو ترڅنګ د يو شمېر ادارو مسولينو هم ګډون کړی و.
د ارزګان د اطلاعات او کلتور ريیس قاري اغاولي قريشي د مشاعرې تر پیل وړاندې د شعر او ادب پر ارزښت خبرې وکړې.
هغه وویل چې د پخوا په پرتله اوس د شعر او ادب په برخه کې پرمختګ شوی او دوی په ټول وس هڅه کوي چې د شعر او ادب په برخه کې نور کار هم وکړي.
نوموړي زياته کړه:
«اوس د شعر او ادب پراختیا ته زمينه برابره شوې او بشپړ امنیت هم ټینګ شوی دی.
زه د يو ځوان په توګه دا کوښښ کومه چې څومره مې په توان کېږي، په دې برخه کې کار وکړم.»
د مشاعرې په پاتې برخه کې شاعرانو شعرونه ولوستل، چې ډېره برخه يې حماسي وه او د هېواد مينه په کي نغښتې وه.
هغوی پخپلو شعرونو سره د ادب د مینه‌والو تنده خړوبه کړه.
د مشاعرې په وروستۍ برخه کې ديني عالم مولوي محمد نسيم هم خبرې وکړي او د دغه ډول ادبي بهيرونو پر ترسره کېدو يې ټينګار وکړ.
ده همدارنګه وویل چې د شعر په ژبه د اسلام، قران او نظام ملاتړ عبادت دی.
«شعرونه باید د نظام په ملاتړ وویل شي او د ټولنې احساسات وساتل شي.»
تر دې وړاندې هم په یاد ولایت کې د ارزګان غږ په نوم کلنۍ مشاعر ترسره شوې وه، چې په کې زرګونه کسانو ګډون کړی و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA