ads

د ځنګلي زیتونو د پیوند مثبته پایله

د خوست په لېرې پرته سرحدي ځاځي میدان ولسوالۍ کې د اړیکو دفتر له لوري د غرنیو زیتونو ۱۶زره او ۵۰۰ونې د اهلي کولو په هدف پیوند شوې چې مثبه پایله یې ورکړې ده.

بصیر یاد
29 لړم 1401
د ځنګلي زیتونو د پیوند مثبته پایله

د اړیکو دفتر مسؤولین وايي، په خوست کې یې پر لس جریبه ځمکه د زیتونو اصلاح شوي زر دانې نیالګي هم کېنولي دي، څو په راتلونکې کې د غرنیو زیتونو د اهلي کولو لپاره ترې ګټه واخلي.
په خوست کې د اړیکو دفتر د زیتونو د برخې مسول صمد وویل، په ځاځي میدان ولسوالۍ کې په زیاته اندازه غرني زیتون شته او زیاتوي چې د نورو زیتونو د پیوند کولو لپاره هم کار روان دی:
«دا پروژه په دوو مرحلو کې تطبیق شوې ده؛ په اوله مرحله کې ۶۵۰۰ ونې پیوند شوې وې او په دویمه مرحله کې لس زره ونې پیوند شوې وې چې خوشبختنا دې ډېره ښه نتیجه یې ورکړه. په اوله مرحله کې ۷۵ فیصده نتیجه لرله او په دویمه مرحله کې له ۸۰ تر ۸۵ فیصده پوره کامیابي ترلاسه کړه.»
په ورته وخت کې د ځاځي میدان ولسوالۍ اوسیدونکي هم وايي، د غرنیو زیتونو د پیوند کولو ښه نتیجه ورکړې او په خبره یې، په دې ولسوالۍ کې په میلیونونو غرني زیتون موجود دي، نو په کار ده چې، پاتې نور هم پیوند شي.
د دې ولسوالۍ یو تن اوسیدونکي شفیق صابر وویل، ځاځي میدان ولسوالي په براخه کچه غرني زیتون لري او په وینا یې چې، که د زیتونو پیوند کولو ته ادامه ورکړل شي، حاصلات به یې زیات شي چې له همدې کبله به د سیمي د خلکو اقتصاد هم ورسره وده وکړي:
«دا چې ځاځي میدان ولسوالي په پراخه کچه غرني زیتون لري، څه موده وړاندې TLO دفتر له لوري دغه زیتون په مسلکي ډول پیوند شول، نتیجه یې ښه وه، خو کچېرې د پیوند پروژه پراخه شي د سیمې په اقتصاد به مثبته اغېزه ولري.»
ورته مهال د ځاځي میدان ولسوالۍ یو تن بل اوسیدونکي داود وویل، د غرنیو زیتونو د پیوند کولو غوره پایله وړرکړې ده، خو په خبره یې، د ساتنې او پالنې برخې ته یې پاملرنه نه کېږي.
نوموړي د زراعت ریاست له مسولینو څخه غوښتنه کړې د زیتونو د ساتنې او پالنې په برخه کې دې پاملرنه او همکاري ورسره وکړي:
«۸۰فیصده نتیجه یې ورکړې ده، نیولي يې هم دي، اوس په حاصل رسېدلي دي، ښه نتیجه یې ورکړې ده خو هیچا تراوسه کومک نه دی کړی، نه یې ساتنه کې همکاري کړې ده، نه یې د ټولولو څه سیستم شته بس همغه TLO موسسې چې کوم کار کړی دی هغه دی.»
د یادونې وړ ده چې، په دې وروستیو کې د خوست په ځنګلونو کې خلک میوه لرونکې ونې نه وهي او هغه ونې چې، میوه نه نیسي وهل کېږي؛ نو کچېرې په غرونو کې د ونو د پیوند کولو دا چاره پراختیا ومومي، د ځنګل وهنې مخه به هم نیول شوي وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA