ads

د لغمان لرغوني ځایونه د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي

د لغمان اوسېدونکي او فرهنګي فعالان له حکومت په دغه ولایت کې د تاریخي ځایونو او ابدو د رغېدو غوښتنه کوي.

جان اغا صالح
28 لړم 1401
د لغمان لرغوني ځایونه د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي

لیکوال او فرهنګي فعال بشیر سیال اندېښنه لري او وایي، د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې عقل تمامې کلا، نور لام زيارت او شاهي څلی، په قرغیو کې ميرک غونډۍ او څلور برجه کلا او په الینګار کې کرنجاوې کلا د لغمان مهمې لرغونې سيمو او ودانۍ دي، چې د تېرو جګړو پر مهال زیانمن شوي او اوسمهال یې ودانۍ د نړېدو له ګواښ سره مخ دي او که پاملرنه ورته ونه شي، د وخت په تېریدو به له منځه لاړ شي.
سیال زیاتوي:
«په لغمان کې ډېر زیات تاریخي ځایونه موجود دي او د سل کلونو پخوانۍ ابدې او نورو تاریخي ځآیونه هم شته دی، چې د تېرو جګړو پر مهال یې زیان ډېر لیدلی او اوسمهال یې د تخریب وېره ده، عقل تمامې تاریخي کلا د تخریب له ګواښ سره مخ ده، د حمسام بابا زیات ودانۍ تخریب شوې، الیشنګ زړه کلا تخریب شوې، د زرغوندۍ په نامه یو تاریخي ځای دی چې اوسمهال د تخریب له ګواښ سره مخ ده؛ له حکومت غواړو چې د یادو ځایونو رغیدو او ساتنې ته دې پآم وکړي.»
فرهنګيان وایي، لغمان ګن شمېر تاریخي ځایونه لري، خو د مسولو چارواکو د نه پاملرنې له کبله له پامه غورځول شوي دي.
فرهنګي فعالان جاوېد مسرور او نظر افغان د حکومت له لوري د تاریخي ځایونو رغېدل او ورته پاملرنه مهمه بولي او وایي، که په لغمان کې د مهترلام بابا زیات، عقل تمامې کلا او نور تاریخي ځایونه که بيا ورغول شي، د نړيوالو سيلانيانو پام به ځان ته واړوي.
دوی وایي، که دولت په دغه ولایت کې تاریخي ځایونه ورغوي نه یوازې به یې د فرهنګي میراثونو په ژوندي ساتلو کې مرسته کړې وي، بلکې د سیاحت او اقتصاد لپاره هم ښه سرچینه کېدلی شي.
مسرور زیاتوي:
«لغمان چې د تاریخي میراثونو له اړخه یو برخمن ولایت دی، نو د دغو فرهنګي میراثونو ژوندي ساتلو لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته لازمه ده چې د ساتلو ترڅنګ یې دې په اصلي بڼه ورغوي او هم دې تاریخي ځایونو ساتلو په برخه کې جدي پآملرنه وکړي.»
افغان زیاتوي:
«په لغمان کې د تېر جمهوري حکومت پر مهال هم د سراج کلا، مهترلام بابا زیارت او نور تاریخي ځایونه ورغول شول، خو د حکومت او د خلکو د نه پاملرنې له امله اوس تخریب شوي او یا یې د ګواښ سره مخ دي؛ حکومت غوښتنه کوو چې د دې تاریخي ځایونو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.»
بل لور ته د لغمان د اطلاعات وفرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر نادر مخور وایي، ټول هغه تاریخي ځایونه به ورغوي، کوم چې د تېرو جګړو پر مهال زیانمن شوي او د تخریب وېره یې ډېره ده.
هغه زیاتوي چې د تاریخي ځایونو رغېدل او ورته پاملرنه د حکومت لومړیتوب بولي.
مخور زیاتوي:
«په لغمان کې ټول ۵۲ تاریخي ابدې او تاریخي ځایونه موجود دي، چې شپږ یې رغول شوي او په یوه یې کار روان دی؛ د نورو تاریخي ځایونو د رغېدو لپاره هم پلان لرو او د دې ترڅنګ د تاریخي ځایونو د ساتنې لپاره په داسې یو پلان کار کوو چې له مخې یې د سیمې خلک او قومي مشران له موږ سره د تاریخي ځایونو په ساتنه کې مرسته وکړي او د تاریخي ځایونو ساتنه زموږ دنده ده.»
د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې ۵۲ تاریخي ابدې او لرغونې سیمې موجود دي.
په افغانستان کې جګړې، طبيعي افتونه، خپل سرې کیندنې او لاس وهنې هغه څه یادېږي چې د افغانستان لرغونې سيمې او ودانۍ یې له منځه وړي او د خلکو له سترګو یې پناه کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA