له یاد بانک څخه د شنبې ورځ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا اندازه ډالر به د یکشنبې په ورځ لیلام کړي.
په خبر پاڼه کې له سوداګریزو بانکونو، د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتل شوي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
د اسعارو په دې لیلام کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک د روانې نومبر میاشتې پر ۱۴مه نېـټه هم ۱۳ میلیونه ډالر د ا فغانیو د ارزښت ساتنې لپاره لیلام کړي وو.