ads

په کندهار کې د دوو کورنیو روغه‌جوړه وشوه

په کندهار ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ د ۱۳ کلونو دښمني د قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړيتوب په سوله بدله شوه او له کلونو وروسته یو بل ته ور تر غاړه شول.ولایتي مسئولین وايي چې د قومي مشرانو ددغه ډول هڅو ستاينه او ملاتړ کوي.

تاج محمد ساحل
27 لړم 1401
په کندهار کې د دوو کورنیو روغه‌جوړه وشوه

د اوومي ناحيې اړوند د صوف په سیمه کې د دوو کورنیو چې د صوف د خانانو په نوم مشهوره دي له تېرو شاوخوا ۱۳ کلونو راهیسې د ځمکې  پر سر دښمني وه.

دغه دواړه په قوم پوپلزۍ د رستم خان او ولي محمد خان کورنۍ دي او په تېرو ۱۳ کلونو کې يې ترمنځ څو څو ځله وسلوالې نښتي هم شوې وې.

د ولي محمد خان او رستم خان اکا د کورنیو ترمنځ دښمني د اوومي ناحېې اړوند د صوف په سیمه کي یوه مځکه چې  د صوفي عالي لیسې څخه شروع  بیا د طالب محمد ابراهیم تر کلا پورې چي یو اړخ ته يې عمومي سړک او بل اړخ يې غر دی جنجال رامنځته شوی وو چي د نښتوپر مهال له  هرې کورنۍ څخه درې درې تنه هم وژل شوي وو.

له تېر یوه کال راهیسې هڅې روانې وې ترڅو ددې دواړو کورنیو ترمنځ دا لانجه او دښمني ختمه شي چې بلاخره  د قومي مشرانو او دیني عالمانو لخوا دا موضوع حل شوه.

ددې کورنیو ترمنځ  منځګړيتوب د کندهار د پخواني والي روح الله خانزاده، د ولایتي شورا پخواني رییس سید جان خاکرېزوال، د کندهار د استخباراتو رییس مولوي عبدالرشید منیب او ۱۹ نورو دینی عالمانو او قومي مشرانو  کړی دی.

د ۱۴۰۱  لمریز کال د عقرب په ۱۱ د حاجي ولي محمد خان اکا کورنۍ او ۱۴۰۱  لمریز کال د عقرب میاشتي پر ۱۳ تاریخ د رستم خان اکا کورنۍ  یادې ۲۲ کسیزې شورا ته اختیار لیکونه ورکړل.

ددې شورا لخوا د لانجمنې  ځمکي وېش په دغه ډول کړی.

 ((دغه ځمکه چې شرق ته يې د صوف عالي لیسه غرب ته يې د مرحوم حاجي طالب کلا شمال ته يې غر او جنوب ته يې د صوف عمومي ډمبر سړک دی پر درې برخي وویشل شوه چې یوه برخه يې د رستم خان ورثې ته دوې برخې د ولي محمد خان ورثې ته او پاته د غره طرف ته د عام المنفعه کارونو لپاره وقف شوه))

د کندهار پخوانی والي روح الله خانزاده  وايي چې  له ډېرې مودې راهیسې په دې هڅه کې وو چې د دغه کورنیو تر منځ راپورته شوې ستونزه حل کړي.

 ((کله چې زه په پارلمان کې وم له هغه وخته څخه ما هڅې کولې بیا زما د ولایت په وخت کې هم ما هڅې وکړې خو بلااخره اوس زه او نور قومي مشران او دیني عالمان په دې وتوانېدو چې دغه مشکل حل کړو))

د ولي محمد خان د کورنۍ غړی بشیر احمد بشرمل وايي چې  داسې خوشحاله دی لکه نوی ژوند چې یې پيل کړی وي.

هغه وویل په تېرو ۱۳ کلونو کې د کورنۍ لویان ، کوچنیان او ښځې تل د غم پر ټغر ناستې وې خو له دې وروسته به يې په کورنۍ کې خوشحالي وي.

 ((زه واقعا نن دومره خوښ یم لکه نوی ژوند چې پيلوم، موږ به نور هیڅ کله دښمني ونه پالو او د پخوا په شان دوستانه ژوند کوو))

د رستم خان د کورنۍ غړی شفیع الله بیا وايي چې دغې ۱۳ کلنې دښمنۍ يې ژوند دومره سخت  کړی وو چې ان په اولادونو يې درسونه نه شوای ویلای.

هغه وايي چې اوس به نوی ژوند پیل کړي او د نورو خوشحالیو ترڅنګ به خپل اولادونه هم د زده کړو لپاره په ښوونځيو کې شامل کړي.

 ((موږ د دښمنۍ په جریان کې رښتیا هم په خپل ژوند نه پوهېدلو خو اوس یوه نوې خوشحالي زموږ کورنیو ته راغله، موږ به په ډاډه خپل کاروبار، خپل ژوند او ماشومان به مو خپلو زده کړو ته بې غمه ځي))

دیني عالمان وايي چې د اسلامي شریعت له مخې هیڅ مسلمان باید پر بل مسلمان لاس پورته نه کړي او تر منځ یې باید سوله وکړي.

د کندهار د دینی عالمانو شورا غړی مولوي سېد محمد داود اغا وايي چې الله ج مسلمانانو په بخښنه امر کړی او خپل مسلمان ورورته ته عفوه او بخښنه کول کمزوري نه بلکي غیرت دی.

 ((سړی چې عفوه یو چاته کوي دا ددې سړي د کمزروۍ معنا نه ده بلکې دا د عزت په معنا دی ځکه رسول ص وايي چې عفوه کوی  الله ج به ستاسي عزت یاد کړي))

قومي مشر حاجي سردار محمد چې ددې دوو کورنیو ترمنځ يې په سوله کې برخه اخیستې وايي چي  جرګې او مرکې د افغانانو پخوانی دود دی دوی هم د دغه دود له مخيې ددې کورنیو تر منځ روغه جوړه وکړه.

 (( موږ تر ډېرو سلا مشورو وروسته د دغه کورنیو تر منځ سوله وکړل، دوی د یوه قوم او یوې کورنۍ دي نو اوس به یې خپل کار او خپل سوله ییز ژوند ته ادامه ورکړی))

د کندهار د استخباراتو رئیس مولوي عبدالرشید منیب چې ددې دوو کورنیو ترمنځ يې د سولې او روغې په دې جرګه کې ګډون کړی وايي دغه ډول د سولې او روغې هڅې د ټولني لپاره ډيرې ګټورې دي او دوی یې  په هره برخه کې ملاتړ کوي.

 ((موږ دا بیخي تائید کوو او په هر وخت کي به ددې صلحي ملاتړ کوو او څو به نه پرېږدو چي بیا د دښمنۍ خواته ولاړ سي))

قومي مشران او دیني عالمان وايي دوی دغه راز د نورو قومونو تر منځ هم هڅې کوي چې ستونزې يې حل او پخوانۍ دښمنۍ یې په دوستۍ بدلې کړي چې پر همداسې یوې بلې موضوع یې هم کار روان کړی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA