۲۵کلنه حاکمه چې پر یوه زړه چوکۍ، د جامو کنډلو ماشین ته د کړکۍ څخه رالوېدلې لمر وړانګو ته ناسته ده، وايي ناچارۍ دې حد ته رسولې چې په ۵زره افغانۍ ټوله میاشت له یوې مېرمنې سره د خیاطۍ په کورس کې کار وکړي.
حاکمه وايي، ځکه یې خیاطي پیل کړې چې غواړي د کور په چارو کې له پلار سره مرسته وکړي، ځکه پلار یې مزدورکار دی او په ګټې وټې یې د دوی د کور خرچه نهپوره کېږي.
«له دولت څخه دا غوښتنه لرو، چې زموږ سره همکاري وکړي او ډېرې مېرمنې داسې ستونزې لري که چېرې مثلا دا ځای پر موږ بند شي نو موږ به په خپل کور کې خیاطي فعاله کړو او د کور په چارو کې به له مشرانو سره مرسته وکړو.»
حنیفه بیا ۴۰کلنه مېرمن ده. که څه هم د نوموړې ژوند روان دی، خو د نورو میرمنو په هکله اندېښمنه ده او وايي چې پر مېرمنو باندې د ژوند ساحه تنه شوې او ډېری ښځې د زدهکړو او کار له حقه راګرځول شوې دي.
«په زابل کې د ښځو پر وړاندې د ژوند ساحه محدوده شوې ده. کار ته لاس رسی نهلري، زدهکړو ته لاسرسی نهلري، ځينې میرمنې د کور سرپرست نهلري خو کار ته اړتیا لري. زموږ له دولت څخه دا غوښتنه ده چې ښځو ته د کار او زدهکړو زمینه برابره کړي.»
میرمن تلوسه چې بیا د یوه دوکان مخ ته ولاړه ده او د کور لهپاره سودا اخلي، د خپلو لورانو راتلونکې ته اندېښمنه ده. نوموړې وايي چې د دې د لوڼو ښوونځۍ او زدهکړې په نیمه کې پاتې دي.
«لورانې مې مشرانې دي، درسونه په کورونو کې وایي، ښوونځی یې پر نیمه پاتې دی، له دولته غوښتنه کوو چې ښوونځي خلاص کړي، لورانې مې درسونه ولولي او یوه ځای ته ورسیږي.»
ښکلا نږدې اتلس کلنه ده. نوموړې هم د خپلو مجبوریتونو او هیلو جلا کیسه لري. نوموړې وايي که له ښوونځي فارغه وای، نو یوځای به یې دنده درلودای او څه ګټه وټه به یې وای. د دې په وینا وروستی کال يې وو چې ښوونځی يې وتړل شو.
«زموږ ښوونځی بند دی، اخیري کال مې وو د ښوونځي، که چېرې فارغه شوې وای یو ځای به مې دنده اخیستې وای. اوس نه درسونه شته او نه هم کوم ځای دنده کولای شو، چې له کورنۍ سره هیڅ راز مرسته نشو کولای.»
زابل کې ځوان فعال فضل محمد یارمل بیا په ټولنه کې د ښځو ونډې ته په اشاره وایي، دولت باید مېرمنو او نجونو ته د کار او زدهکړو زمینه برابره کړي.
«زموږ په ولایت کې داسې مېرمنې شته چې د کور سرپرستانې دي، نجونې لرو چې باید ښوونځي ولولي او په عمومي ډول باید په ټولنه کې د دوی ځای معلوم وي، نو دولت ته په کار ده چې دې برخه کې جدي ګامونه واخلي او پر ښځو باندې نور د فشار کړۍ را تنګه نهکړي.»
د زابل د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي عبدالوکیل خادم بیا وايي چې مېرمنو ته د کار زمینې په برابرولو کې پاتې نهدي راغلي، ځکه د ده په خبره د حرفوي کورسونو په مټ يې، ډېرې مېرمنې د خیاطۍ له حرفې څخه فارغې کړې دي.
د ده په وینا ۴۱۵ښځې او نارینه یې له شپږ میاشتنیو حرفوي زدهکړو فارغه کړي او ۳۸۰ نور چې ۱۸۰ یې مېرمنې دي زدهکړې کوي.
«مخکې ۴۱۵ ښځې او نارینه له حرفوي کورسونو څخه فارغه شوي، ۳۸۰ کسان تر زده کړو لاندې دي په اټغر، سیوري او شینکۍ ولسوالیو کې په مرکز او شاجوي کې هم ورته د زده کړو زمینه برابروو، او د ډبلیو او، په نوم موسسې راغلې چې مېرمنو ته د حرفوي زدهکړو زمینه برابره کړي.»
د یادولو وړ ده چې د زابل په کچه اوس مهال یوازې د پوهنې او روغتیا په برخو ښځې په دندو بوختې دي او په نورو ادارو کې یې حضور نهتر سترګو کېږي.