ads

«د مسکو فارمټ غونډه نیمګړې ده»

د چارشنبې په ورځ د افغانستان د ګاونډیو او یو شمېر سیمه‌ییزو هېوادونو د استازو په ګډون د مسکو فارمټ غونډه په مسکو کې پیل شوه.

فضل هادي حمیدي
25 لړم 1401
«د مسکو فارمټ غونډه نیمګړې ده»

یادې غونډې ته چې د بحث اجنډا یې هم افغانستان دی، اسلامي امارت ورته نه دی دعوت شوی، خو اسلامي امارت دا غونډه بریالۍ نه بولي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد کلید ته وویل، که په دې غونډه کې افغانستان وی، نو غونډه به هم مثبته وه:
«هر هغه غونډه چې د افغانستان په اړه کېږي او اسلامي امارت په کې نه وي، نیمګړې ده او نتیجه به یې هم ملموسه نه وي، اسلامي امارت باید په دغې غونډه کې د خپل هېواد استازیتوب کولای او دغه غونډه یې مثبت لوري ته بېولی شوای، خو اوس چې نه یو دعوت شوي، غونډه بریالۍ نه بولو.»
په دغې غونډه کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په آزادېدو او د پاکستان استازي صادق خان بیا له اسلامي امارت سره د نړیوالو پر تعامل ټینګار وکړ.
غونډې ته د افغانستان لپاره د اېران ځانګړي استازي بیا په افغانستان کې پر پراخ بنسټه حکومت ټینګار کاوه:
«پراخ بنسټه حکومت د ټولو افغانانو حتی د اوسنیو واکمنانو په ګټه دی او کولای شي چې په سیمه او نړۍ کې د افغانستان دریځ وساتي.»
خو دا چې د افغانستان اسلامي امارت دغې غونډې ته نه و ور بلل شوی، د چارو شنونکي یې په اړه وایي چې دلته روسیه او د سیمې هېوادونه غواړي پر افغانستان فشار راوړي.
د سیاسي چارو شنونکی امین الله احساس وایي، روسیه په افغانستان کې دوه هدفونه لري چې غواړي پر اسلامي امارت د فشار په واردولو هغو ته ځان ورسوي:
«روسیه د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې لري، نو غواړي په دې برخه کې ځینې غوښتنې پر اسلامي امارت ومني، بل روسیه له دې اندېښنه لري چې اسلامي امارت له امریکا او لویدیځ سره نږدې شوی، روسیه او د سیمې نور ځواکمن هېوادونه غواړي چې فشار وارد کړي، څو اسلامي امارت د لویديځ پر ځای د سیمې له ځواکمنو هېوادونو سره اړیکې جوړې کړي.»
په همدې حال کې د نړیوالو چارو شنونکی معین ګل څمکنی وایي، روسیه، چین، هند او د سیمې ځینې نور هېوادونه د اسلامي امارت او امریکا د استخباراتو د چارواکو وروستیو لیدنو اندېښمن کړي او نوموړی ټینګار کوي چې افغانستان باید په اوسنیو شرایطو کې د لویدیځ او ختیځ ترمنځ په سیاست کې انډول رامنځته کړي:
«که یوه لوري ته تمایل پیدا کړو، بل لوری حتما غبرګون ښيي، نو دا بیا کېدای شي چې موږ سړې جګړې ته بوځي، نو دا اړینه ده چې له تعقل څخه کار واخلو او اسلامي امارت باید د سیمې او لویدیځو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې انډول وساتي.»
د یادولو وړ ده چې د مسکو فارمټ غونډه چې د چهارشنبې په ورځ په روسیه کې پیل شوه، د افغانستان پر ګاونډیو هېوادونو سربېره چین، هند، روسیې او د منځنۍ آسیا ځینې نورو هېوادونو په کې ګډون کړی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA