ads

د انټرکلب سیالیو غوره لوبغاړي ولایتي لوبډلې ته انتخابېږي

په خوست کې له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې د ثبت کلبونو ترمنځ د انټرکلب روانې سیالۍ، چې د مرکز او ولسوالیو په شمول ۶۵ مسلکي کرکټ کلبونو ګډون په کې کړی، وروستي پړاوو ته نېږدې شوې دي.

بصیر یاد
25 لړم 1401
د انټرکلب سیالیو غوره لوبغاړي ولایتي لوبډلې ته انتخابېږي

د کرکټ بورډ مسوولین وايي، د دغو سیالیو هدف د خوست ولایتي الف او بې لوبډلو جوړښت دی چې د غوره لوبغاړو له انتخابېدو وروسته به د هېواد د کورني کرکټ دویمه درجه ولایتي سیالیو کې لوبېږي.
د خوست د کرکټ بورډ ویاند اکبرعلي سمون دغه سیالۍ د لوبغاړو لپاره خورا اړینې بولي او په وینا یې، لوبغاړي د ښې لوبې په کولو سره کولي شي، د هېواد کورني کرکټ او آن ملي لوبډلې ته لاره پیدا کړي.
«دا دېرې مهمې سیالۍ دي، نړیوال یا د افغانستان کورني کرکټ ته داخلیدل له همدغه سیالیو دي او څوک چې دلته ښه لوبیږي د افغانستان کورني کرکټ ته داخلیږي، په مسلسه توګه ایونټونو ته لار پیدا کوي او بلاخره د هېواد ملي لوبډلې ته لار پیدا کوي او هلته ځای خپلوي.»
په ورته وخت کې لوبغاړي وايي، د انټرکلب سیالیو لپاره یې سخت تمرینونه کړي څو له دې لارې د هېواد کورني کرکټ او ملي لوبډلې ته لاره پیدا کړي.
د انټرکلب سیالیو کې یو تن لوبغاړي خالد وویل، د لوبغاړو د غوراوي او روزنې لپاره دغه سیالۍ ډېرې مهمې دي او په خبره یې، د هېواد کورني کرکټ ته د انتخابېدو لپاره انټرکلب سیالۍ د دوی لپاره ښه فرصت دی:
«انټرکلب سیالۍ دي، که دې کې ګډون و نه کړې، نه شې کولی چې، قدم په قدم پرمختګ وکړې، کچېرې انټرکلب سیالیو کې ښه ولوبېږې ولایتي سیالیو، ګرډ ون سیالۍ او فرسټ کلاس سیالیو ته لاره پیدا کولی شو.»
د انټرکلب سیالیو کې یو بل تن لوبغاړي برهان الدین هم وویل چې، دوی ته دغه سیالۍ د کورني کرکټ د غوراوي لپاره اړینې دي چې، له همدې کبله یې زیاته خواري کړې ده، څو د هېواد کورني کرکټ ته لاره پیدا کړي:
«موږ ډېر ښه چمتووالی نیولی دی، د انټرکلب سیالیو لپاره ځکه چې، انټرکلب سیالۍ د یو لوبغاړي لپاره ډېرې مهمې دي نو یو کال انتظار او خواري کول، دا د یو لوبغاړي ارمان وي چې، په انټرکلب سیالیو کې ولوبیږي او ما هم بشپړ چمتووالی نیولی دی.»
د یادونې وړ ده چې، څه موده وړاندې هم په خوست کې د “احمد شاه ابدالي” فرسټ کلاس سیالیو پنځم پړاو لوبې او ترڅنګ یې د “زما ښار” تر سرليک لاندې د شپږګو ناحيو کريکټ لوبډلو ترمنځ هم سیالۍ ترسره شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA