ads

د چمن او سپین بولدک د لارې خلاصون هڅې

د یکشنبې په ورځ د چمن او سپین بولدک دروازه وروسته تر هغه وتړل شوه چې هلته د افغان او پاکستاني سرتېرو تر منځ نښته وشوه.

تاج محمد ساحل
24 لړم 1401
د چمن او سپین بولدک د لارې خلاصون هڅې

که څه هم د دې نښتې اصلي علت تر اوسه معلوم نه دی، خو په ټولنیزو رسنیو کې لیکل شوي چې نښته له افغانانو سره د پاکستاني سرتېرو د ناوړه چلند له کبله رامنځته شوې ده.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بینا وايي، د سپین بولدک دروازه د سوداګرۍ لپاره ډېره مهمه ده، ځکه پاکستان او هندوستان ته صادرات پر همدې دروازه کېږي.
هغه وايي، اوس د تازه مېوو د صادراتو وخت دی او دروازه تړل د دغو محصولات لپاره ډېر زیان رسوي.
«دا دروازه ډېر مهمه ده، ځکه پاکستان او هندوستان ته له همدې دروازې څخه صادرات کېږي او اوس د تازه مېوې د حاصلاتو وخت دی، تړل يې ډېر زیان رسوي.»
بینا وايي، د اسلام اباد له مسوولو چارواکو سره خبرې شوې، چې ډېر ژر به دا دروازه د خلکو پر مخ پرانیستل شي.
د اقتصادي چارو شنونکې بیا وايي، د دې دروازې تړل کېدل به په هېواد کې دننه په ځانګړي ډول په جنوبي ولایتونو کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو پر بیو زیات منفي اغېز وکړي.
د اقتصادي چارو شنونکی محمد رحیم رحیمي وايي، تجارت او سوداګریزې چارې د خلکو له ژوند سره مستقیم تړاو لري او درول يې د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کوي.
«تجارت باید جریان ولري، ځکه دا د خلکو په ژوند پورې اړه لري او اغېزې به يې هم پر خلکو ډېرې وي.»
د کندهار سیمه‌ییز مسوولین که څه هم د پېښې د اصلي علت په اړه څه نه وايي، خو وايي چې له پاکستاني لوري سره په دې اړه خبرې روانې دي.
د والي ویاند حاجي زید وايي، ولایتي ادارې له تېرو دوو ورځو څخه هڅې پیل کړې چې له پاکستاني لوري سره د خلکو او سوداګرۍ پر مخ دروازې خلاصې کړي.
«له پاکستاني لوري سره په سیمه‌ییزه کچه خبرې جریان لري، هیله شته چې دروازه ژر پرانیستل شي.»
تر دې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې هلته د پاکستاني او افغان سرتېرو تر منځ نښته شوې ده.
په دې نښته کې دواړو لورو ته د مرګ ژوبله خبرونه هم ورکړل شوي، خو دقیق شمېر یې معلوم نه دی.
بلخوا د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبيح الله مجاهد پر خپله ټوټير پاڼه د دې پېښي په اړه لنډ وضاحت لیکلی.
مجاهد لیکلي چي د کندهار ولایت له سپین بودلدک څخه چمن ته په ورتلونکي لاره د نامعلوم کس له لوري په پاکستاني امنیتي کسانو ډزي شوې چې له کبله یې یو پاکستانی عکسر وژل شوی.
هغه وايي، افغانستان اسلامي امارت په یاده پېښه خواشیني څرګندوي او د څیړلو او عاملینو د پیدا کولو لپاره یو پلاوی ګومارل شوی او پلټني یې پیل کړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA