ads

درس پاتې؛ ارزګاني ماشومان ډوډۍ ګټي

د ارزګان ډېر شمېر ماشومان له زده کړو بې برخې پاتې او کورنۍ ته د ډوډۍ پیدا کولو په لټه کې دي.

احسان الله ولسمل
24 لړم 1401
درس پاتې؛ ارزګاني ماشومان ډوډۍ ګټي

۱۰کلن ماشوم زين الله چې سږکال باید له پنځم ټولګي څخه شپږم ته تللی وای، وايي چې د درس او تعلیم پر ځای، په نانوايي کې اوړه اغږي.
زین الله چې څلور ورونه او خويندي لري، له خپلې مور سره په ګډه مزدوري کوي او د خپلې کورنۍ لپاره حلاله روزي ګټي.
نوموړی وايي، کار کولو ته هغه وخت اړ شو چې ورور یې د تېر کال له سیاسي تحولاتو وروسته بې دندې شو.
زين الله وايي، هره ورځ دغه نانوايي ورته ۱۰ ډوډۍ ورکوي. د نوموړي په وينا، له سياسي بدلون څخه مخکې په پنځم ټولګي کې و او سږکال به شپږم ته تللی وای:
«پخوا مې زده کړې کولي. مکتب مې ويلي خو اوس په دې نانوايي کې شاګردي کوم.»
دا یوازې زین الله نه دی چې له زده کړو بې برخې شوی او کار کوي. په هېواد کې د کورنيو بد اقتصادي وضعيت او د سرپرستانو نشتوالي له امله دا مهال داسې په زرګونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي او د کورنۍ لپاره ډوډۍ پیدا کوي.
۱۵ کلن محمدصادق هم دا وخت د موټرو په يوه ورکشاپ کې کار کوي. هغه وايي چې وړاندې يې زده کړې کولې، خو د کورنۍ دروند مسووليت اړ کړی چې د زده کړو پر ځای کار وکړي.
نوموړی وايي، که اوس هم ورته د زده کړو زمينه برابره شي چمتو دی چې زده کړې وکړي:
«محمد صادق مې نوم دی، پخوا مې مکتب ويلی، اوس په مستری خانه کې کار کوم، ما ته ۲۵۰۰ کلدارې راکوي که مکتب راته برابر شي بیرته به ورشمه.»
سږکال له زده کړو یو شمېر هغه ماشومان هم بې‌برخې شوې چې کورنۍ يې له يوې سيمې بلې ته کډه شوي دي.
مختاراحمد چې مخکې له خپلې کورنۍ سره د ترينکوټ په ښار کې اوسيده، د زده کړو زمينه ورته برابره وه، خو اوس چې سرخوم کلي ته کډه شوي دي، ښوونځی ترې لرې شوی دی:
«پخوا مو په بازار کې کور و، مکتب ته ورتلم، اوس مو کور لری شوی له بازار څخه لرې شوی، مکتب ته نه ورځمه. غواړم زموږ په سيمه کې مکتب راته جوړ شي.»
کارپوهان له زده کړو څخه د بې برخو ‎ماشومانو پر وضعيت اندېښمن دي او وايي، ژر تر ژره باید دغو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شي.
ولي محمد الکوزی وايي، حکومت ته په کار ده، څو هغو ماشومانو ته د زده کړو زمينه برابره کړي چې دا مهال له زده کړو بې برخې دي:
«په ارزګان ولايت کې ماشومان او لويان دواړه له سختې لوږې سره مخامخ دي او اړ دي چې شاقه کارونه وکړي. د لويانو په پرتله د ماشومانو وضعيت په جدي ډول د انديښنې وړ دی، باید په بېلابېلو برخو کې نړيوال مرسته وکړي او دغه مرستې دې د ملت لپاره وکړي.»
د ارزګان ولايتي چارواکي وايي، دوی په ټول توان هڅې پیل کړې چې په ښار او لرې پرتو سيمو کې له بېلابېلو لارو څخه بې سرپرسته ماشومانو ته د زده کړو زمينه برابره کړي.
د ارزګان ولايت د اطلاعات او کلتور رييس قاري اغاولي قريشي کليد راډيو ته وويل، هغه ماشومان چې د کاري بوختياوو له امله يې زده کړو ته شا کړې ده، هغوی ته د زده کړو د زمينې برابرولو هڅې روانې دي:
«موږ د هغو ماشومانو لپاره چې د زده کړو زمينه يې نه وي برابره، غواړو چې په سيمو کې يې ښوونځي او محلي ټولګي فعاله کړو. د بي سرپرسته ماشومان او د اړمنو کسانو لپاره د کار او ټولنيزو چارو رياست خپله سروې اوس ترسره کوي کله چې سروې وشي بیا به د حکومت لخوا ورسره مرسته کيږي. موږ مرسته کوونکو موسساتو ته هم دوی ورمعرفي کړي دي چې لاسنیوی يې وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې په هیواد کې تر سياسي بدلون وروسته، د ماشومانو د ملاتړ صندوق يونيسف هم په افغانستان کې د ماشومانو پر وضعيت او زده کړو انديښنه ښودلې وه او له نړيوالې ټولنې يې غوښتنه کړې وه چې په افغانستان کې دې د ماشومانو روان وضعيت ته پاملرنه وشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA