ټاکل شوې چې یاده لوبه د ورځې پر ۱۲بجې او ۳۰دقیقې د اسټرلیا په میلبورن کرکټ لوبغالي کې وشي.
انګلنډ په نیمه پای لوبه کې هند او پاکستان بیا په نیمه پای لوبه کې نیوزیلنډ ته ماتې ورکړې.
دواړه هېوادونه شاوخوا دېرش کاله وروسته په پای لوبه کې مخ کېږي.
پاکستان ۳۰ کاله وړاندې په ۱۹۹۲ کال کې د اسټرالیا په مېلبورن کرکټ لوبغالي کې د عمرانخان په لوبډلمشرۍ انګلستان ته ماته ورکړه او د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام یې وګاټه.