ads

په ګاونډیو هېوادونو کې پر افغان کډوالو ظلمونه

په دې وروستیو کې له یو شمېر ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د نیولو، ځورولو او حتی د وژل کېدو راپورونه خپرېږي.

فضل هادي حمیدي
21 لړم 1401
په ګاونډیو هېوادونو کې پر افغان کډوالو ظلمونه

څو ورځې وړاندې په پاکستان کې سلګونه کډوال له دې کبله زندان ته اچول شوي وو چې هلته یې د اوسېدو قانوني اسناد نه درلودل او پر دې سربېره؛ هغه افغانان چې د افغانستان او پاکستان تر منځ تګ او راتګ کوي او یا په پاکستان کې ګرځي، د هغه هېواد د امنیتي ځواکونو له خوا په یوه او بل نامه ځورول کېږي.
تازه تېره ورځ پاکستاني رسنیو په دغه هېواد کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۱۲۲ کډوالو د نیولو خبر ورکړی دی.
پر دې سربېره، په ایران کې هم افغان کډوال هلته د اوسېدو د قانوني اسنادو د نشت او یا په دې پلمه چې د ایران په لاریونونو کې لاس لري، نیسي یې او زندانونو ته یې اچوي.
بلخوا په ترکیه کې هم افغان کډوال شکنجه کېږي او له شکنجو وروسته بېرته افغانستان ته را اړول کېږي. په یوه تازه پېښه کې په ترکیه یې د پنځو تنو افغانانو جسدونه موندل شوي چې په چاړو وهل شوي او وژل شوي وو.
پر دغو هېوادونو سربېره، روسیې هم افغان محصلینو ته بهانه جوړه کړې او په قانوني سفر ورغلي محصلین یې بېرته د هغه هېواد له هوایي ډګر څخه افغانستان ته را اړولي دي.
سیف الرحمن چې پاکستان ته یې خپله مور د درملنې لپاره بېولې او له پیسو پرته ورته افغانستان ته د راتګ اجازه نه ورکول کېږي، کلید ته وویل، له دې خوا هم په پیسو له کرښې تېر شو او په پاکستان کې هم پولیسو له دې کبله چې شناختي کارت یا مهاجر کارت نه لري، درې زره روپۍ ترې واخیستې:
«په پاکستان کې به چې په هر موټر کې کېناستو، زموږ نه یې د شناختي کارت او مهاجر کارت غوښتنه کوله، هغه زموږ سره نه وو، نو بیا به چې ټکټ پنځه زره و، له موږ نه یې اووه زره روپۍ اخیستې، بیا له روغتون څخه را ووتم پولیسو ونیوم هم د مهاجر کارت او شناختي کارت غوښتنه یې کوله بیا یې درې زره روپۍ رانه واخیستې.»
د پاکستان ترڅنګ ایران کې هم افغان کډوال ځورول کېږي.
په دغه هېواد کې افغان کډوال احمد سیر وایي، ایراني ځواکونه افغان کډوال په یوه او بل نامه ځوروي:
«ایراني ځواکونه افغان کډوال په دې پلمه نیسي چې په لاریونونو کې لاس لري او له هغوی سره بیا ډېره ناوړه چلند کوي.»
خو د کډوالو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وایي، د پاکستان په ګډون په ټولو هېوادونو کې د افغان کډوالو د ستونزو حل کولو لپاره هڅې روانې دي.
نوموړی وایي، په پاکستان کې له اړوندو ادارو او پاکستان له حکومت سره ناستې شوې او دا هڅې به روانې وي، څو ټول نیول شوي افغانان راخلاص شي:
«په کراچۍ، اسلام اباد او کویټه کې زموږ قونسلګرۍ هڅې کوي او تر اوسه تر ۳۸۵ پورې افغانان له زندانونو راخوشې شوي او بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي او دا هڅې لاهم جریان لري.»
په همدې حال کې د سیاسي چارو شنونکي په بهر کې د افغان کډوالو ځورول او نیول پر اسلامي امارت فشار بولي او وایي چې دغه هېوادونه غواړي خپلې سیاسي او ستراتېژیکې غوښتنې په اسلامي امارت ومني.
د سیاسي چارو کارپوه احمد خان اندړ وایي:
«د افغانستان د اسلامي امارت مسوولیت دی چې له هغو هېوادونو سره اړیکې ونیسي چې هلته افغان کډوال ځورول کېږي او دغه راز دا موضوع د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو له ادارې او یوناما سره شریکه کړي، څو له افغان کډوالو څخه په بهر کې سیاسي استفاده ونه شي.»
د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په پاکستان کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند غندلی و او له هغې وروسته د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د پاکستان له شارژدافیر سره په لیدنه کې هم له هغه هېواده غوښتي وو چې له افغان کډوالو سره دې د خپل هېواد د امنیتي ځواکونو ناوړه چلند پای ته ورسوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA