یاده سیالي تېره شپه د تاجکستان په «حصار» ښار کې ترسره شوه چې افغان لوبډلې په کې سیالې لوبډلې ته یو د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه.
د مرکزي اسیا جام سیالۍ د افغانستان، ایران، ترکمنستان، اوزبېکستان او تاجکستان ترمنځ پیل شوې چې لس ورځې به دوام وکړي.
افغان لوبډله به د راتلونکې دوشنبې په ورځ له ترکمنستان سره لوبه وکړي.