ads

هلمند کې د یتیمو ماشومانو ښوونځی

هلمند کې د یتیمو ماشومانو ښوونځی

حضرت محمد روحانی
19 لړم 1401
هلمند کې د یتیمو ماشومانو ښوونځی

په هلمند کې یو ملي سوداګر حاجې محمد عیسی عمري یو خصوصي ښوونځی جوړ کړی چې په کې ۷۰۰ یتیمو ماشومانو ته له لومړي تر اتم ټولګي پورې د زده کړو زمینه برابره شوې ده.

فیصل احمد په دغه ښوونځي کې زده کړې کوي، هغه کلید راډیو ته وویل چې د پلار تر مړینې وروسته یې زده کړو ته لاس رسی نه درلود، خو اوس په یاد ښوونځي کې شامل شوی او زده کړو ته دوام ورکوي.

له هغه څخه مو د اوسېدو د ځای په اړه وپوښتل، سترګې یې له اوښکو ډکې شوې او ویې ویل چې اوسمهال له خپل تره سره اوسېږي او له ګڼو ستونزو سره مخ دی:

«کله مې چې پلار مړ شو، له ښوونځي او زده کړو پاتې شوم، خو اوس دا دی بیرته ښوونځي ته ځم.»

په یاد ښوونځي کې مو له بل اته کلن ماشوم سره هم خبرې وکړې.هغه هم راته وویل چې پلار یې مړی شوی او اوس یې تره په یاد ښوونځي کې شامل کړی دی.

«زه ډېر خوشحاله یم چې اوس په یاد ښوونځي کې زده کړې کوم، مخکې په کوم ښوونځي کې نه وم شامل شوی.»

په دغه ښوونځي کې لسګونه نور داسې یتیم ماشومان زده کړې کوي چې پلرونه یې په تېرو جګړو کې مړه شوي دي.

د یاد خصوصي ښوونځي موسس ملي سوداګر حاجي محمد عیسی عمري کلید راډیو ته وویل چې په دغه ښوونځي کې ټولو زده کوونکو ته کتابونه، قرطاسیه او نور لګښتونه په‌خپل شخصي لګښت برابروي:

« دلته مو ۷۰۰ ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې، ۳۰۰تنه یې لیلیه هم دي. نور یې ټول لګښتونه زه ورکوم.»

د لښکرګاه ښار اوسېدونکي بې سرپرسته ماشومانو ته د داسې ښوونځیو جوړېدل ګټور بولي او له نورو سوداګرو هم غواړي چې د بې سرپرسته مېرمنو او ماشومانو لاسنیوی وکړي.

احسان الله چې د لښکرګاه اوسېدونکی دی، داسې هڅې د ټولنې د پرمختګ سبب په ګوته کوي:

«له نورو ملي سوداګرو نه مو هم دا غوښتنه ده چې له بېوزلو او بې سرپرسته ښځو او ماشومانو سره همداسې مرستې وکړي. د زده کړو زمینې ورته برابرې کړي.»

د هلمند پوهنې ریاست مسوولین هم د داسې ښوونځیو او د بې سرپرسته ماشومانو د لاسنیوي هرکلی کوي.

د دغه ریاست مرستیال مولوي محمد اسماعیل سعادت وایي چې د داسې وړیا ښوونځیو جوړېدل او په کې یتیمو ماشومانو ته د زده کړو زمینې برابرول، له پوهنې وزارت سره پراخه مرسته کوي:

«دلته دولتي ښوونځي بسنه نه کوي، اړتیا ده چې ورته ښوونځي جوړ شي او دغه تشه ډکه شي.»

د یادولو وړ ده چې په تېرو جګړو کې د هلمند پوهنې برخه ډېره زیانمنه شوې، خو اوس چې امنیت راغلی، اوسېدونکې یې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA