ټاکل شوې چې د ۲۰۲۲ شل اوریز نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې نن د افغانستان پر وخت غرمه ۱۲:۳۰ پاکستان لوبډله له نیوزیلنډ سره لوبه وکړي.
بل لورته به سبا د هند او انګلستان لوبډلې یو له بل سره په پای لوبه کې مخ شي.
که څه هم په دغه شل اوریز جام کې نیمه پایلوبې ته د پاکستان د وتلو چانس زیات نه وو، خو جنوبي افریقا ته د نیدرلنډ له لوري ماتې، پاکستان ته د مخکې تګ لار برابره کړه.
په دغه شل اوریز جام کې افغان لوبډلې هم برخه اخیستې وه، خو کومه لوبه یې ونه ګټله.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ