ads

په زابل کې له زده کړو محرمو نجونو ته د زده کړو آسانتیا

د زابل ولایت د مرکز کلات په شمالي برخه کې په کاکړانو چېنې سيمه کې په خټینو کورونو کې نجونو ته د زده کړو زمینه برابره او د علم ور زده کولو ډېوه بله شوې ده.

عبدالقیوم عاجز
8 لړم 1401
په زابل کې له زده کړو محرمو نجونو ته د زده کړو آسانتیا

که څه هم داسې ښکاري چې په دې سیمه کې به له زده کړو سره اشنایي خورا پیکه وي، خو د راضیې په نوم د دې سیمې يوې ۱۶ کلنې پېغلې همت کړی او پر زده کړو یې د نجونو د سمبالولو پرېکړه کړې، تر څو هغوی هم له سیالانو سره سیالې کړي.
راضیې کلید راډیو ته وویل چې تر دې وړاندې په یاد کلي کې د نجونو د زده کړو لپاره هېڅ مرکز نه و، خو اوس هغې هوډ کړی چې کلیوالې نجونې د علم په ګاڼه سمبال او وړیا زده کړې ورکړي.
«په دې سیمه کې نه ښوونځی او نه هم مدرسه شته، داسې ښځینه هم نشته چې نجونو ته لیک لوست ور زده کړي، یوازې زه یم چې همدا اوس په ټولګي کې ۷۰ نجونو ته زده کړه ورکوم. پخپلو پیسو مې زده کوونکو ته کالي هم جوړ کړي، په دې برخه کې مې پلار هم ملاتړ کوي.»
راقیمه، اسما او مسلمه هغه زده کوونکې دي چې یو رنګ کالي او ټیکري يې پر سرونو او کتابونه يې مخې ته پراته دي.
د هغوی هیلې لوړې او د ستایلو دي، دوی غواړي چې ډاکترانې، انجنيرانې او ښوونکې شي.
هغوی خپلې هیلې له کلید راډیو سره داسې شریکې کړې:
« باید ټولې نجونې زده کړې وکړي، موږ هم هیله لرو او باید دغو هیلو ته ورسېږو. بیا غواړو چې نورو نجونو ته هم زده کړې ورکړو.»
موسی جان چې د کاکړانو کلي مشر دی، دوې لورګانې يې د دې ښوونځي زده کوونکې دي.
هغه د نجونو لپاره زده کړې ستره اړتیا بولي او د راضیې د کار د ستاینې تر څنګ یې له هغې مننه کړې چې د کلي نجونو ته یې د زده کړو پروسه پیل کړې ده.
«پر دغو نجونو یې دین زده کړی، نورې عصري زده کړې ورکوي، تر دې وړاندې د نجونو د زده کړو لپاره مو څوک نه درلودل.»
کر یم داد د یوې بلې نجلۍ پلار وايي، اړتیا ده چې موږ په هېواد کې د نجونو تعلیم ته پاملرنه وکړو او په خپلو لورګانو ته هغه ډول زده کړې ورکړو چې هېواد او خلک ورته اړتيا لري.
«تعلیم خو ډېر مهم دی، زه غواړم چې زما لور ډاکټره او انجنیره شي. موږ له راضیې ښوونکې څخه خوشحاله یو چې زموږ بچیانو ته وړیا زده کړې ورکوي.»
په ورته مهال د زابل د پوهنې رییس مولوي محمد عثمان حریت کليد ته وويل، د کاکړانو کلي له ټولګي څخه په الهام اخیستلو دوی غواړي چې ښځینه ښوونکو ته ۳۰ داسې ښوونځي جوړ کړي، چې نجونې په کې زده کړې وکړي.
«د کاکړانو د کلي ټولګي دا درېیم کال دی او له صدا موسسې څخه مو غوښتنه ده چې د نجونو لپاره ۳۰ ښوونځي جوړ کړي، تر څو نجونو ته د زده کړو زمینه برابره شي. که د هېواد په نورو سيمو کې دغه ډول اقدام وشي او د زده کړو زمينه برابره شي، ټولې له زده کړو پاتې نجونې به په زده کړو سمبال شي.»
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د اسلامي امارت تر واکمنۍ وروسته لاهم په هېواد کې تر شپږم ټولګي د پورته نجونو ښوونځیو ته د پرانیستلو اجازه نه ده ورکړل شوې.
خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له کلید راډیو سره په مرکه کې ویلي چې په دې برخه کې په لوړه کچه کار روان دی او هر کله چې د رهبرۍ پرېکړه وشي، د ټولو نجونو پر مخ به ښوونځي پرانیستل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA