د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا په افغانستان کې روان بشري وضعیت د اندېښنې وړ بللی او زیاتوي چې افغانان عاجلو مرستو ته اړتیا لري.
يادې ادارې په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې ۲۴ ملیونه افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړ تیالري.
دې ادارې پر نړیوالو غږ کړی چې له زیانمنو شويو خلکو او ټولنو سره د مرستو لپاره عاجله مرسته وکړي.
ملګروملتونو په افغانستان کې روان کال د بشري اړتیاو لپاره د ۴،۴ ملیارډ ډالرو مرستې غوښتنه کړې چې د اوچا په وینا تر اوسه یوازې ۱،۹ ملیارډ ډالره ترلاسه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې اوچا ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې دوه ميليونه افغانان له مرستو بې برخې شوي دي
د افغانستان په په سلګونو زره کورنۍ د خوړو، درملو او د سون توکو په ګډون نړیوالو عاجلو مرستو ته اړتیا لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ