ads

د روسیې لخوا د اوکراین د دوو نورو نیول شویو سیمو په رسمیت پېژندل

د روسیې لخوا د اوکراین د دوو نورو نیول شویو سیمو په رسمیت پېژندل

نویسنده: shams
8 تله 1401
د روسیې لخوا د اوکراین د دوو  نورو  نیول شویو سیمو په رسمیت پېژندل

د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین د اوکراین د دوو نیول شویو سیمو زاپورېژیا او خرڅون خپلواکي په رسمیت وپېژندله.

پوتین د پنجشنبې په ورځ په یو فرمان کې ویلي چې ده  د زاپورېژیا او خرڅون د دولت د حاکمیت او خپلواکۍ د پېژندلو امر صادر کړ .

 تر دې دې وړاندې روسیېی د فبرورۍ په ۲۱ نېټه، په اوکراین باندې له برید وروسته، د اوکراین دونیتڅک او لوهانڅک، چې له بیلتون غوښتونکو سره وو، هم د مستقلو دولتونو په توګه په رسمیت پېژندلې وې.

مسکو وايي چې په کرملین کې به د لویو مراسمو په ترڅ کې له اوکراین څخه دا څلور نیول شوې سیمې بیلې اعلان کړل شي. د کرملین ویاند دمتري پیسکوف خبریالانو ته وویل چې د دغو سیمو بیلتون به په غونډه کې رسمي شي او پوتین به یې په اړه وینا وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د متحدو ایالتونو سنا له اوکراین سره ۱۲ میلیارد ډالر نوې اقتصادي او پوځي مرسته تصویب کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2022

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA