ads

په پاکستان کې ۱۵۰ تنه افغان بندیان خوشي شول

د پاکستان په کراچۍ ښار کې شاوخوا ۱۵۰ هغه افغان بندیان چې څه موده وړاندې د کراچۍ د پولیسو له لوري د قانوني اسنادو د نه لرلو له کبله نیول شوي وو، تېره ورځ په پاکستان کې د افغان قونسلګرۍ په مرسته خوشي شول.

محمدخان بریال
7 تله 1401
په پاکستان کې ۱۵۰ تنه افغان بندیان خوشي شول

په پاکستان کې د افغانستان له سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په بندیانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل وو.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، پاتې افغان بندیان به هم د قانوني پړاونو له طی کولو وروسته په راتلونکو څو ورځو کې خوشي شي.
د یادونې وړ ده چې پاکستاني پولیسو له څو میاشتو راهیسې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند پیل کړی او په دې وروستیو کې یې د هغو افغان کډوالو نیول هم شروع کړي چې قانوني اسناد نه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA