ads

په غور کې د رواني ناروغیو څانګه فعاله شوه

د غور روغتیايي مسوولین د دغه ولایت په ولایتي روغتون کې د رواني ناروغیو څانګې د فعالېدو خبر ورکوي.

شېرشاه عزیزي
7 تله 1401
په غور کې د رواني ناروغیو څانګه فعاله شوه

په غور کې د روغتیا ریاست سرپرست ډاکټر ګل احمد ساحل وايي چې دغې څانګې د میزان له څلورمې نېټې راهیسې په رسمي توګه خپل فعالیت پیل کړی دی.
«اوس مهال دغه څانګه د اووه بسترونو په لرلو سره فعاله شوه، دا خدمات د غور خلکو او ولایتي روغتون له اساسي ضرورتونو څخه وو، له دې وروسته هغه ناروغان چې رواني تکلیفونه لري، په دې روغتون کې به یې درملنه کېږي.»
د رواني برخې متخصصان په غور ولایت کې د دې څانګې پرانیستل کېدل، رواني ناروغانو ته د رسېدنې په برخه کې یو مهم ګام بولي.
د غور ولايتي روغتون امر ډاکټر عبدالحميد نوري وايي، دا څانګه د غور ولايتي روغتون يو له مهمو او اساسي اړتياوو څخه وه چې اوس فعاله شوې او رواني ناروغان به په کې تداوي کېږي.
« پخوا موږ د رواني ناروغیو بېله څانګه نه درلوده، رواني ناروغان به مو هرات یا کابل ته لېږل، اوس مهال دا څانګه د یو متخصص، د رواني برخې د دوه ډاکټرانو او یو مشاور په لرلو سره فعاله شوه.»
د غور اوسېدونکی هم د ولایتي روغتون له دغه اقدام هرکلی کوي.
نور الله چې د یو ناروغ پایواز دی وايي، پخوا مجبور وو چې خپل ناروغان د درملنې لپاره بل ولایت ته ولېږدوي.
” پخوا د رواني ناروغانو درملنه ډېره سخته وه، اوس ښه ده همدلته یې هم تداوي کېږي، زموږ غوښتنه دا ده چې دا برخه نوره هم پراخه شي، ترڅو د ډېرو ناروغانو درملنه وشي.»
په غور کې د رواني ناروغیو څانګه په داسې حال کې افتتاح کېږي چې تر دې وړاندې به په دغه ولایت کې پر رواني ناروغیو اخته کسان د درملنې په هدف کابل او یا هرات ولایتونو ته لېږدول کېدل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA