ads

ورښتونو د کندهار کشمش هم زیانمن کړي

سږکال په کندهار کې د کشمشو کیفیت د نورو کلونو په پرتله ډېر خراب دی.

تاج محمد ساحل
7 تله 1401
ورښتونو د کندهار کشمش هم زیانمن کړي

د کندهار پنجوايي هغه ولسوالي ده چې سږ کال تر بل هر وخت په سیارو کشمش خانو کې په زیات اندازه د انګورو حاصلات په کشمشو د بدلېدو په هدف اېښودل شوي دي.
باغ لرونکي وايي، وروستیو اورښتونو اړ کړل چې د انګورو حاصلات تر وخت مخکې راټول کړي او په کشمشو يې بدل کړي.
د انګورو باغ لرونکې وايي، تر وخت مخکې د حاصلاتو راټولولو له کبله یې د کشمشو ترلاسه شوي حاصلات د پخوا په څېر کیفیت او قیمت نه لري.
دوی له حکومت څخه خپلو حاصلاتو ته د بازار پيدا کولو غوښتنه کوي.
کليپ «تر دغه نور موږ تاواني کېږو، دا د مېوو او د کشمشو سیزن دی، که دا لارې بندې شي، باغ لرونکي به ډېر زیانمن شي.»
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال انجینر عبدالباقي بینا وايي، په تېر یوه کال کې یې د ۹۵ میلیونه ډالرو په ارزښت کشمش صادر کړي، خو سږ کال وچکالۍ او ورښتونو د کشمشو پر کیفیت اوقیمت اغېز کړی، چې سوداګر تر ډېره زیمانمن دي.
کليپ «کوم وخت چې د انګورو کیفیت کمزوری وي، کشمش یې بازار له لاسه ورکوي.»
د کندهار وچه مېوه تر دې وړاندې د منځنۍ اسیا هېوادونو تر څنګ اروپايي هېوادونو ته لېږل کېده، خو سوداګر وايي، په بانکي سیسټمونو کې د محدودیتونو له کبله اوس وچه مېوه نه شي لېږدولی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA