د دغه تړون پر بنسټ به افغانستان په يوه کال کې له روسيې څخه يو ميليون ټنه پټرول، يو ميليون ټنه ډيزل، ۵۰۰ زره ټنه ګاز او دوه ميليونه ټنه غنم وارد کړي.
د یاد وزارت سرپرست نور الدین عزیزي ویلي چې روسیې افغانستان ته له اوسط نړیوال نرخه په ارزانه د توکو ورکولو وړاندیز کړی دی.
هغه زیاته کړې چې حکومت یې غواړي خپل سوداګریز ملګري ډېر کړي او په یوه یا څو مشخصو هېوادونو متکي پاتې نه شي.
نوموړي ویلي، دا مهمه هوکړه اوس تر ازمایښتې دورې دوام کوي او که دواړه خواوې یې له وضعیت څخه خوښې وې، نو کېدایشي د اوږدمهال لپاره وغځول شي.