د امریکا له دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه نظامي مرستې په منځني او اوږده مهال ډول د اوکراین له ځواکونو څخه د ملاتړ په هدف ترسره کېږي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغو نظامي مرستو کې د هیمارس د مزایلو سیستم، مهمات، د ډرون ضد سیستم، رادارونه او زغره وال موټرونه شامل دي.
له دغو مرستو سره پر اوکراین د روسیې له یرغل راهیسې له کیف سره د امریکا د مرستو کچه ۱۶.۲ میلیارده ډالرو ته ورسېده.
دا مرسته په داسې حال کې کېږي چې اوس اوکرایني ځواکونو ګڼ شمېر سیمې له روسي پوځيانو بېرته نېولې دي.