له یاد وزارت څخه پرون ناوخته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا کسان په هرات، هلمند، غزني، بدخشان او تخار ولایتونو کې د غلا، د خلکو ځورونې، غیرقانوني وسلو او اخلاقي فساد په تور نیول شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، له دې ډلې یې څلور په هلمند، اوو تنه په هرات، څلور په بدخشان، دوه په غزني او یو بل بیا په تخار کې نیول شوي دي.
تر دې وړاندې هم د هېواد په ډېر شمېر ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تور ګڼ شمېر کسان نیول شوي وو.
امنیتي بنسټونه وايي، په ټول توان هڅه کوي چې په هېواد کې د جنایي او نورو جرمونو مخنیوی وکړی.