ads

په کندهار کې ښځینه‌وو ته د ظرفیت لوړونې زده کړې

(R3) پروژه د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې د UKAID) په مالي مرسته او د (DHSA) او پاملرنې موسسو په همکارۍ د (NRC) موسسې تر مشرۍ لاندې پلې کېږي.

تاج محمد ساحل
5 تله 1401
په کندهار کې ښځینه‌وو ته د ظرفیت لوړونې زده کړې

له اوسني ناسم حالت څخه د افغانانو راایستل او پر پښو درول د یادې پروژې اساسي اهداف دي.
د دې پروژې له لارې اوس په کندهار ولایت کې په کور دننه هغو بېځایه شویو ښځینه او نارینه وو ته د کرنې په برخه کې زده کړې ورکول کېږي چې د نویو طریقو او کار زده کړې په کې شاملې دي.
دغه زده کړې ښځینه او نارینه وو ته د ماسټر ټرېنر له خوا په نظري او عملي بڼو ورکول کېږي.
شګوفه ابراهیمي هغه نجلۍ ده چې د (R3) په پروژه کې زده کړې کوي.
هغې کلید راډیو ته وویل چې د یادې پروژې په مرسته پر دې توانېدلې چې له اداري کارو سره ښه بلده او ظرفیت یې ډېر لوړ شي.
«د دې پروژې په مرسته وتوانېدم چې ډېر څه زده کړم او اوس په لمر پوهنتون کې د همدې پروژې د زده کړو په مرسته دنده ترسره کوم.»
بلخوا، د (R3) پروژې له لارې په کندهار کې ښځینه وو او نارینه وو ته عملي زده کړې هم ورکول کېږي او بېلابېلو ادارو ته ور پېژندل شوې دي.
په ميرویس نیک پوهنتون کې د دې پروژې زده کوونکې فاطمه محمدي وايي، هلته يې له اداري کارونو سره ډېر اشنايي پیدا کړې او د ثبت او راجستر په شعبه کې ټولې چارې دا مخته وړي.
جاوېده افغان بله هغه زده کوونکې ده چې د یادې پروژې په مرسته د ښځینه وو د یو خصوصي ښوونځي بېلابېلې چارې مخته وړي.
افغان کلید راډیو ته وویل چې لومړی د استادې په توګه یاد ښوونځي ته ور پېژندل شوه، خو د مهارتونو تر زده کړې وروسته د ادارې د پرېکړې پر اساس د ښځینه وو د ټولو تدریسي چارو اداره کولو مسوولیت ور وسپارل شو.
«دلته د ښوونکې په توکه وګمارل شوم، خو د درېیو میاشتو په جریان کې ماته د ښوونځي ټول مسوولیت راوسپال شو.»
یاده دې وي چې د (R3) پروژې له لارې ۳۰ښځینه او نارینه وو ته زده کړې ورکړل شوې چې اوس په بېلابېلو ادارو کې په دندو بوخت دي.
الینا فیضي اوس په میرویس نیکه پوهنتون کې د جندر د برخې مسووله ده.
هغې هم کلید راډیو ته وویل چې د (R3) پروژې د زده کړو په مرسته پر دې وتوانېده چې رسمي دنده تر لاسه کړي.
«کله چې د (R3) پروژې درې میاشتنۍ زده کړې پایته ورسېدې، زه دې ادارې په رسمي توګه وګمارلم، ځکه زما کارونه دوی ته د منلو وړ وو.»
د دې پروژې ماسټر ټرېنر محمد عالي منندوی وايي، د یادې پروژې له لارې د «انټرشيف» پروګرام د دې برخې په جریان کې ۳۵نورو ښځینه او نارینه وو ته به عملي او نظري زده کړې ورکړل شي.
منندوی وايي، په اوونۍ کې دوې ورځې نارینه وو او دوې ورځې ښځينه وو ته د منجمینټ او په یو شمېر نور برخو کې نظري زده کړې ورکول کېږي او د عملي زده کړو لپاره یو شمېر ادارو ته معرفي شوي دي.
«موږ ته چې کوم کسان راپېژندل شوي وو، اوس یو شمېر ښوونیزو او روغتیایي ادارو ته معرفی شوي او هلته عملي کار کوي.»
د دې پروژې مسوولین وايي، په جنوبي زون کې به يې دغه ډول فعالیتونه د ۲۰۲۳ کال تر پایه جریان ولري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA