ads

په کانکور ازموینه کې د ۱۶۰زره کسانو د ګډون اټکل

په داسې حال کې چې سږ کال د کانکور ازموینې د نه اخیستلو په اړه اندېښنې وې، خو د ازموینو ملي اداره وایي، له اعلان شوي پلان سره سم، د روانې اوونۍ تر پنجشنبې پورې به په کابل کې د بایومېټریک لړۍ بشپړه او د تلې میاشتې پر ۱۲مه به په ولایتونو کې دغه لړۍ پیل شي.

فضل هادي حمیدي
5 تله 1401
په کانکور ازموینه کې د ۱۶۰زره کسانو د ګډون اټکل

د دغې ادارې ویاند نسیم ګل سحر کلید ته وویل، د تلې میاشتې له ۱۴مې تر ۱۶ مې به په ۳۳ ولایتونو کې او د همدې میاشتې پر ۲۱مه به په کابل کې دغه آزموینه واخیستل شي.
هغه په دې اړه چې ایا د سږ کال په کانکور کې به نجونې هم ګډون وکړي که نه، د هو ځواب یې راکړ، خو ویې نه ویل چې څومره نجونې به په دې آزموینه کې ګډون ولري.
سحر زیاته کړه، اټکل کېږي چې سږ کال به تر ۱۶۰ زرو پورې له ۱۲ ټولګي فارغ زده کوونکي د کانکور په آزموینه کې ګډون وکړي:
«تر اوسه پورې زموږ د نوم لیکنې لړۍ روانه ده، هغه زده کوونکي چې په مرکز او ولایتونو کې له ۱۲ټولګي فارغ دي او له نوم لیکنې پاتې دي، هغوی ته اوس هم د نوم لیکنې فورمې وېشل کېږي. کله چې آزموینه واخیستل شي، وروسته بیا موږ ته معلومېږي چې څومره نجونو او څومره هلکانو په آزموینه کې ګډون کړی.»
په همدې حال کې د لوړو زده کړو وزارت ویاند خالقداد احمد تقي هم وایي، د کانکور ازموینې لپاره لاهم نوم لیکنه روانه ده:
«زموږ اټکل دا دی چې سږ کال به د کانکور په آزموینه کې تر پخوا ګډونوال زیات وي او د پوهنتونونو لپاره زموږ د جذب کچه هم تر پخوا لوړه شوې او ډېر محصلین جذبوو.»
په ورته وخت کې د ازموینو د ملي ادارې ویاند نسیم ګل سحر وایي، د تېرو کلونو په پرتله په دولتي پوهنتونونو کې د جذب کچه ۲۶فیصده لوړه شوې ده.
نوموړی وایي، په ټوله کې سږ کال پلان دی چې د کانکور ازموینې ۹۰فیصده ګډونوال دولتي لوړو او نیمه لوړو زده کړو، خصوصي پوهنتونونو او شپې پوهنځیو ته جذب شي:
«که تېر کال موږ ۷۰ زره جذب درلود، سږ کال به ۹۰ زره کسان په دولتي تحصیلي بنسټونو کې جذب کړو، د دې تر څنګ هغه کسان چې لوړې نمرې ترلاس کوي، هغوی به خصوصي پوهنتونونو ته ورپېژندل کېږي، پر دې سربېره نیمه لوړو زده کړو او د شپې پوهنځیو ته هم جذبېږي، سږ کال موږ په ټوله کې له ۹۰فیصده ډېر جذب لرو.»
د ازموینو ملي اداره په داسې حال کې د کانکور په آزموینه کې له ۱۲ ټولګي د ۱۶۰ زرو په شاوخوا کې د فارغو زده کوونکو د ګډون خبر ورکوي چې تر دې وړاندې داسې اندېښنې وې چې کېدای شي نجونو ته په کانکور آزموینه کې د ګډون اجازه ورنه کړل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA