ads

په سنګین ولسوالۍ کې د ښوونځیو رغېدو غوښتنه

د هلمند سنګین ولسوالۍ چې په تېرو جګړو کې زیات ځپل شوي او بیا رغېد نې ته هېڅ پام نه دی شوی، خو اوس یې اوسېدونکي له دولت څخه په بېلابېلو برخو کې د بیا رغوونې د کارونو پیلېدو غوښتنه کوي.

حضرت محمد روحاني
5 تله 1401
په سنګین ولسوالۍ کې د ښوونځیو رغېدو غوښتنه

دیادې ولسوالۍ اوسېدونکي همدارنګه د هغو ښوونځیو بیا جوړول غواړي چې د تېرو جګړو پر مهال یې ودانۍ ویجاړې شوې دي.
«زموږ ماشومان له تعلیم څخه بې برخې پاتې دي، نه کتابونه لري او نه ښوونځی، غوښتنه مو دا ده چې زموږ په ولسوالیو کې ژر ترژره ښوونځي جوړشي .»
د هلمند د پوهنې رییس مولوي محمد عوض انصاري بیا د ښوونځیو جوړېدو خبر ورکوي.
هغه کلید راډیو ته وویل، پلان لري چې د یو شمېر بنسټونو په مرسته ویجاړ شوي ۳۶ ښوونځي بیرته ورغوي.
« له موږ سره یونیسف او ای ار سي ادارو ژمنه کړې چې ۳۶ښوونځیو ته به ښوونځي جوړوي.»
د یادولو وړ ده چې نه یوازې د هلمند د سینګین ولسوالۍ، بلکې په ډېری نورو ولسوالیو کې هم ماشومان د ښوونځیو او کتابونو د نشت له کبله له زده کړو بې برخې پاتې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA