ads

«پاکستان دې زموږ حوصله نه ازمویې»

د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د افغانستان په اړه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف له څرګندونو وروسته د کابل او اسلام اباد اړیکې ترینګلې شوې دي.

شېرشاه عزیزي
5 تله 1401
«پاکستان دې زموږ حوصله نه ازمویې»

د اسلامي امارت چارواکو د شهباز شریف د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې افغانستان یې د ترهګرو ډلو لپاره خوندي ځای بللی، غبرګون ښودلی او له پاکستانه یې غوښتي چې د افغانستان پر سر له معاملې ډډه وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د ګرځندوی نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې پاکستان ته خبرداری ورکړ چې د افغانستان پر وړاندې دې له نامناسبو کړنو ډډه وکړي.
” د افغانانو پر سر سودا ګري نوره بس ده شل کاله کیږي چې دا کاروبار تر سره کیږي، کافي اسنادهم شته. وختونه بدلیږي او افغانستان به د تل لپاره همداسې پاتې نه شي د هرې مرمۍ او توپ حساب به وشي.”
د اسلامي امارت دغه لوړ پوړي چارواکي د پاکستان له خلکو هم وغوښتل چې د افغانستان په اړه دې د خپل هیواد د حکومت د ډیپلوماسۍ خلاف د غیر مسوولانه مداخلو او څرګندونو مخه ونیسي.
” دا سمه ده چې زموږ اقتصاد ښه نه دی، خو موږ کولی شو چې د څپېړې ځواب په څپېړه ورکړو ځکه زموږ خلک زړور دي.”
د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي چې د افغانستان په اړه د پاکستان کړنې په مغرضانه سیاستونو او ناروا ګټو ولاړ دي.
د سیاسي چارو کارپوه روح الله هوتک وايي، چې پاکستان په تېرو څلورو لسیزو کې د افغانستان پر سر له دسیسو کار اخیستی او له همدې لارې یې ګټه تر لاسه کړې.
“اسلام اباد د خپلو ګاونډیانو په تېره بیا د افغانستان په وړاندې ښه نیت نه لري. له بده مرغه دغه هېواد د افغانانو له بې ثباتۍ او داخلي اختلافاتو ګټه پورته کړې او له لویو قدرتونو څخه یې د افغانانو پر سر پروژې اخیستي .”
یو شمېر نور کارپوهان په دې باور دي چې نړۍ د افغانستان په اړه د اسلام اباد له غولوونکو سیاستونو سره اشنا شوې ده.
د سیاسي چارو کارپوه بشیرهاتف وايي:
” پاکستان له څو لسیزو راهیسې دا ډول هڅې کړې او لا یې هم کوي، خو نړیوالې کړنلارې ښيي چې پاکستان نور هر کاره نه دی.”
یاد کارپوهان له اسلامي امارت څخه غواړي چې د پاکستان د لاسوهنو د مخنیوي لپاره د نړۍ له هېوادونو سره سیاسي تعاملات وکړي.
د دغو کارپوهانو په اند، پاکستان تل د فرصتونو په لټه کې دی ، په سیمه او نړۍ کې یې د افغانستان د ګټو پر خلاف کار کړی او په خپلو مداخلو سره یې د افغانستان ثبات ګډوډ کړی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA