یاده ناسته به نن ماښام د کابل پر وخت شپږنیمې بجې پیل شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما پر خپله ټوېټرپاڼه خبر ورکړی چې دغې ناستې ته به د یوناما سرپرست مشر «مارکس پوتزل» د افغانستان په اړه معلومات وړاندې کړي.
د دغې غونډې په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
تر دې وړاندې بیا مارکس پوتزل د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره هم د دغې ناستې په اړه خبرې کړې وې.
دا ناسته په داسې حال کې ترسره کېږي چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو عمومي ناسته هم پای ته ورسېده.
په دې ناسته کې په افغانستان کې پر پراخ بنسټه حکومت، د نجونو د زده کړو او مېرمنو د کاري حقونو د ورکړې په اړه ټینګار وشو.
دغه راز په دې ناسته کې د افغانستان اقتصادي وضیعت هم د اندېښنې وړ بلل شوی دی.