په دې لوبه کې ټاس د پاکستان لوبډلې وګاټه او خپله یې اچونې پرېکړه وکړه.
انګلنډ لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د درې لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۱ منډې جوړې کړې.
د انګلنډ لپاره په توپ وهنه کې« هیري برووک» په ۳۵ توپونو ۸۱ تر نورو زیاتې منډې جوړې کړې.
پاکستان لوبډلې په شل اورونو کې یوازې د ۱۵۸ منډو په جوړولو وتوانېده.
بل لورته بیا د هند او اسټرلیا ترمنځ لوبه د ورښت له کبله د ۲۰ اورونو پرځای ۸ اورونو ته راښکته شوه چې اسټرلیا په لومړی توپ وهنه کې هند ته ۹۱ منډو هدف ورکړ.
هند لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په ورورستي اوور کې پوره او سیالي یې وګټله.
تر دې وړاندې بیا اسټرلیا لوبډلې هند ته ماتې ورکړې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ