ads

په کندهار کې یو ځل بیا کورونا په پراخېدو ده

په کندهار کې یو ځل بیا د کورونا ناورغۍ د مثبتو پېښو شمېر ډېر شوی دی.

تاج محمد ساحل
31 وږی 1401
په کندهار کې یو ځل بیا کورونا په پراخېدو ده

په جنوبي حوزه کې د کورونا د بېړني مرکز مشر ډاکتر جناح ابراهيمي وایي، په کندهار کې له ځنډ وروسته يو ځل بيا په کورونا د اخته کسانو شمېر د زياتېدو په حال کې دی.
ابراهيمي وایي، يوازي له تېرو څو اوونيو راهيسې ۱۶تنه پر کورونا ناروغۍ اخته کسان له دوی سره ثبت شوي، خو په وینایي، لسګونه داسې نور کسان شته چې د دې ناروغۍ نښې په کې لیدل کېږي.
«په تېرو لسو میاشتو کې د کورونا ګراف ټیټ و، خو له تېرو څو اونیو راهیسې یو ځل بیا په دغه ولایت کې د کورونا مثبتې پېښې ډېرې شوې دي.»
د کندهار د عینو مېنې د کورونا سل په بستريز روغتون کې دا ځل ځوانان، سپين ږیري او مېرمني هم د نازک روغتيایي حالت له کبله تر روغتيایي څارنې لاندې دي.
بلخوا، د کندهار د کورونا ناروغانو د درملنې د ځانګړي روغتون ډاکټر عبدالباقي پنا کلید راډیو ته وویل چې دا ځل په کورونا د اخته ځوانانو شمېر هم زيات شوی دی.
«ډېری ځوانان راځي چې د کورونا مثبتې نښې په کې لیدل کېږي.»
په کندهار کې د کورونا واکسین پلی کوونکی سمع الله بیا له خلکو غواړي چې ژر تر ژره د کورونا واکسین ولګوي.
«روغتیایي ټیمونه مو ټولو سیمو ته لېږلي دي، باید واکسین ولګوي.»
روغتیایي مسوولین بیا د روغتیایي لارښوونو پر پلي کېدو ټینګار کوي.
هغوی وایي، که روغتیایي لارښوونې عملي شي، پر کورونا له اخته کېدو به په امن کې وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA