ads

په ننګرهار کې کرکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار د کرکټ بورډ لپاره سرپرست رییس فضل رحیمي کلید ته وویل، دا سیالۍ د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې په لارښوونه ننګرهار کې د داخلي کلبونو په کچه د ۵۳ لوبډلو ترمنځ پیل شوې چې شاوخوا دوې میاشتې به دوام وکړي.

جان اغا صالح
31 وږی 1401
په ننګرهار کې کرکټ سیالۍ پیل شوې

نوموړی وایي، ټولې لوبډلې په ۱۳ بېلابېلو ګروپونو وېشل شوې چې له یو بل سره به لومړي پړاو کې درې-درې سیالۍ ترسره کړي.
رحیمي زیاته کړه:
«په ننګرهار کې د داخلي کرکټ کلبونو ترمنځ د کرکټ ۳۰ اوره سیالۍ پیل شوې، دا سیالۍ به د ۵۳ لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي او دا سیالۍ د افغانستان د کرکټ بورډ د کورنۍ کرکټ څانګې له لوري پیل شوي او دوه میاشتې به دوام وکړي.»
نوموړی وايي، له دې سیالیو څخه یې هدف د لومړۍ درجې او دویمې درجې ولایتي کرکټ سیالیو لپاره د پياوړو لوبغاړو معلومول د لوبغاړو ترمنځ د ښې همغږۍ رامنځته کول او یوې پياوړې لوبډلې جوړول دي.
رحمیمي زیاتوي:
«له دې سیالیو څخه هدف د کورني کرکټ پیاوړتیا او ترڅنګ یې په ولایتي کچه د لومړۍ درجې او دیمې درجې کرکټ لپاره د پیاوړو او بااستعداده لوبغاړو پیژندل دي، چې له دې لارې به وکولای شو؛ ښه لوبغاړي په ولایتي کچه په نښه کړو.»
لوبغاړي هم دا لوبې د ځان لپاره يو ښه فرصت بولي، چې له دې لارې به وکولای شي د زون او بیا ملي لوبډلې ته لاره پيدا کړي.
یوسف خان چې په دې لوبو کې لوبېږي د کرکټ بورډ له ادارې د دا ډول لوبو د لا پراختیا ترڅنګ تمه لري، چې په دې لوبو کې به نوي استعدادونه را څرګند شي.
یوسف خان زیاته کړه:«مونږ ډیر زیات خوشاله یو چې د کرکټ بورډ له لوري راته د کرکټ سیالۍ برابرې شوې او تمه لرو چې دا سیالۍ لا نورو زیاتې شي، څو له دې لارې ښه لوبغاړي پیدا شي او همدارنګه مونږ لپاره هم ښه چانس دی؛ چې له دې لارې ولایتي او بیا ملي لوبډلې ته لاره پیدا کړو.»

د کرکټ روزونکي هم دا لوبې د لوبغاړو د استعداد د معلومولو لپاره مهمه بولي.
د کرکټ لوبډلې روزونکی عنایت کلید ته وویل:
عنایت الله زیاته کړه:«دا لوبې ډیرې زیاتې مهمې دي د لوبغاړو لپاره ځکه له دې لارې کولای شو، ښه او بااستعداده لوبغاړي ولایتي کچه، د زون په کچه پیدا کړو او په دوی کې دا وړتیا شته؛ نو دا ډول لوبې ډیرې زیاتې مهمې دي او د دوی د معلومولو لپاره دا لوبې ښه چانس دی.»

ننګرهار د هېواد په کچه یو له هغو ولایتونو دی، چې د کرکټ استعدادونه او مینه وال په کې تر نورو سیمو زیات دي.
له همدې امله یې د هېواد ملي او ځوانو لوبډلو ته د کرکټ د نړیوال ستوري راشدخان په څېر استعدادونه ور پېژندلي دي.
د یادې وړ ده چې داسلامي امارت په راتګ سره په ننګرهار کې د ورزش ډګر ته پام زیات شوی او هره ورځ په بیلابیلو برخو کې سیالۍ ترسره کیږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA