د یاد وزارت پر ټوېټرپاڼه لیکل شوي چې نیول شویو کسانو په غلاوو، قمار او د نشهیي توکو په پلور کې لاس درلود.
سرچینه زیاتوي، له دې ډلې څخه ۱۳ تنه د جنايي جرمونو او درې تنه نور د نشه يي توکو د پلور په تور نيول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د کابل په ګډون د هېواد په نورو ولایتونو کې هم خلک د جنایي جرمونو له زیاتوالي څخه شکایتونه کوي.
هېوادوال له امنیتي ادارو غواړي چې په ټول وس د جنایي جرمونو مخه ونیسي.