په هرات کې امنیتي سرچینې تاییدوي چې د دغه ښار په ګاذرګاه جومات کې د چاودنې له کبله د دغه جومات خطیب مولوي مجیب الرحمن انصاري په ګډون لسګونه کسان وژل شوي دي.
د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند محمود شاه رسولي کليد ته وويل، چې دغه چاودنه نن غرمه شاوخوا يوولس بجې د هرات ښار اړوند د ګاذرګاه په جومات کې شوې ده.
د رسولي په وینا، په دې چاودنه کې د مولوي مجیب الرحمن انصاري په ګډون ۱۸ کسان وژل شوي او تر ۲۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
په وژل شویو کې د مولوي انصاري ورور او ساتونکي هم شامل دي.
د یادولو وړ ده چې مولوي مجیب الرحمن انصاري د اسلامي امارت له ملاتړو څخه وو او په کابل کې یې د دیني علماوو په لویه غونډه کې له اسلامي امارت سره د بیعت کولو پر مهال د سرپرست حکومت له مسوولینو څخه وغوښتل چې د اوسني نظام له مخالفینو سره جدي چلند وکړي..
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې د مولوي انصاري په وژنه خواشیني څرګنده کړې او دا برید یې په سختو ټکو غندلی .
مجاهد زیاته کړې چې د افغانستان اسلامي امارت په دې اړه خپله ژوره خواشیني څرګندوي او د دغه ستر جنایت عاملینو ته به سخته سزا ورکړي.
په همدې حال کې د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د هرات ښار په ګاذرګاه جومات برید او د مولوي مجیب الرحمن انصاري وژل کېدل په کلکو ټکو غندلي دي.
کرزي په یوه ټویټ کې ویلي چې پر جوماتونو بریدونه او د عبادت کوونکو او دیني عالمانو وژل له اسلامي او انساني ارزښتونو لرې خبره ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ