ads

ډاکتره شکریه په کابل کې په مرموز ډول وژل شوې

د کابل امنیتي چارواکي د ۱۵مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د شکریې الکوزۍ په نوم د یوې ډاکترې د وژل کېدو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
10 وږی 1401
ډاکتره شکریه په کابل کې په مرموز ډول وژل شوې

د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدران د پنجشنبې په ورځ کلید ته وویل چې د یادې ډاکترې جسد څو ورځې وړاندې د ۱۵مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې په یو کور کې پیدا شو، چې په بوجۍ کې اچول شوی و.
هغه زیاتوي چې د یادې ډاکتر جسد د څېړنو لپاره عدلي طب ته سپارل شوی او د پېښې په اړه د امنیتي ځواکونو پلټنې روانې دي.
بلخوا، په ټولنیزو رسنیو کې ویل شوي چې ډاکتره شکریه الکوزۍ څو ورځې وړاندې له خپله کوره په دې پلمه د درېیو تنو له خوا ایستل شوې وه چې ګواکي په کور کې یې ناروغان دي.
خو تر څو ورځې ورکېدو وروسته یې امنیتي ځواکونو مړ جسد د ۱۵مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې پیدا کړی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA