ads

هلمند کې د معلولینو له کړاوه ډک ژوند

دا د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د شهیدانو او معلولینو ریاست ته هره ورځ لسګونه تنه معلولین په دې نیت مراجعه کوي چې خپله تنخوا واخلي.

حضرت محمد روحاني
27 زمری 1401
هلمند کې د معلولینو له کړاوه ډک ژوند

 د دغو کسانو ډېری برخه د افغانستان په تېره شل کلنه جګړه کې یا په مستقیمه توګه معلول شوي او یا د سړک غاړې په بمونو الوتي او یا د هوايي بمباریو خوراک شوي دي.

د ګرمسیر ولسوالۍ اوسېدونکی شاه‌نظرخان یو له همدغو معلولینو ځنې دی. نوموړي خپله یوه پښه د سړک غاړې ماین په چاودنه کې له لاسه ورکړې.

شاه‌نظرخان وايي چې دی د یوې ۱۳کسیزې کورنۍ سرپرستي کوي، خو اوس دومره بې‌وسه شوی چې آن خپلې کورنۍ ته وچه ډوډۍ هم نه‌شي برابرولی.

(( نن دلته راغلی یم، غواړم دلته د خپلې تنخوا د اخستلو لپاره کتابچه او د بانک کارت جوړ کړم، خو حالت بیخي خراب دی.))

نورالله بیا بل معلول دی چې په ډېره سختۍ او کړاو یې ځان د شهیدانو او معلولینو تر ریاسته پورې رسولی دی. د نوموړي یو لاس او پښه نشته او وايي چې د ریاست مسوولین یې غږ نه‌اوري.

(( ماین راباندې وچاودېد، دی دلته راغلی یم، که مو څوک غږ واوري، د خوارۍ څوک نه‌لرم  او نه یې خپله کولای شم.))

دا یوازې نورالله او شاه‌نظرخان نه‌دي چې له زړه‌ یې ویني څاڅي او د معلولیت په تنخوا پسې د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په انګړ کې سرګردانه ګرځي او ساعتونه ساعتونه د ریاست په انتظار خونه کې یاست وي.

په دغه انتظار خونه کې له ۶۰کلن ملامحمد سره اشنا کېږو. نوموړی خپله معلول دی او په تېرو جګړو کې یې خپل دوه غبرګ زامن هم له لاسه ورکړي دي.

ملامحمد کلید ته وویل:

((اتلس تنه کورنۍ مې د غاړي ده. دوه زامن مې تېرو جګړو کې وژل شوي دي، خپله هم کار نه نشم کولای، غوښتنه مې دا ده چې زموږ حقوق راکړل شي.))

له دې ټولو ورهاخوا د حقوقي چارو پوهان هم ټینګار کوي چې حکومت باید د معلولینو او شهیدانو د ورثه‌وو لاسنیوی وکړي.

په لښکرګاه کې د حقوقي چارو کارپوه حافظ الله نصرت وايي:

((حکومت باید معلولینو ته جدي پاملرنه وکړي او د دوی معاشات پر وخت ورکړي. معلولین د ټولني کمزورې طبقه وګړي دي، په ټولنه کې د دې توان نه لري ترڅو خپل ځان له‌پاره ګوله ډوډۍ پیدا کړي.))

بلخوا د هلمند ولایت شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د کنټرول مدیر خان‌محمد حضرتي وایي چې په روان لمریز کال کې له ۲۷۰۰تنو ډېر معلولین ثبت کړي چې له دې ډلې ۱۴۹۵تنو معاشونه اخستې دي.

 (( که ملکي معلولین او که نظامي معلولین وي. د هغوي له‌پاره د اسنادو په خاطر زموږ هڅې روانې دي چې تر دې دمه موږ د ډېری کسانو ادارې کارونه خلاص کړي او نورو باندې کار روان دی.))

د راپورونو له مخې د هلمند ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې د تېرو شلو کلونو جګړو په نتیجه کې ډېر شمېر کسان د ماینونو، ناچاوده توکه او هوايي بمباریو په نتیجه کې معلول شوي، خو داسې کومه سروې نه‌ده ترسره شوې چې له مخې یې په دغه ولایت کې د معلولینو کره او دقیقه شمېره معلومه شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA