ads

«که حکومت د ښځو حقونو ته ژمن وي، د نجونو ښوونځي دې پرانیزي»

د امربالمعروف او شکایتونو د اورېدو سرپرست وزیر ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال په یوه لویه ولسي غونډه کې د ښځو د حقوقو پر ورکړې ټینګار وکړ.

جان اغا صالح
20 زمری 1401
«که حکومت د ښځو حقونو ته ژمن وي، د نجونو ښوونځي دې پرانیزي»

د ياد وزارت سرپرست شیخ خالد الحنفي وویل، په تېرو شلو کلونو کې افغان مېرمنو ته خپل حقوق نه دي ورکړل شوي، خو اسلامي امارت ژمن دی چې ښځو ته به حقوق ورکوي.
الحنفي زیاته کړه:
«تېر شل کاله هېچا په رښتینې توګه د افغان ښځو د حقوقو غږ نه دی پورته کړی، نه په میراث کې چا حق ورکړی او نه مهر ورته سپارل شوی، خو اوس امارت هڅه کوي چې ټول هغه حقونه ورکړي چې اسلام یې په ورکړه امر کړی دی.»
نوموړي همداراز وویل، په ټول هېواد او ولسواليو کې کابو اته زره تشکيل لري چې د اجتماعي او فردي اصلاحاتو د راوستو په پار کار کوي.
د امربالعمروف سرپرست وزير همداراز د فرمانونه تطبيق په ولسي او حکومتي کچه عام وباله او زياته یې کړه چې هېڅوک ترې مستثنا نه دي او په خبره یې، ټول فرمانونه به په تدریجي ډول تطبیقیږي.
«زموږ د محتسبینو له پاره لومړنی شرط دادی چې فاضل علما به وي، چې په ولس کې له عدل نه کار واخلي او تر خلکو اسلام په ریښتونې بڼه ورسوي. په دې لاره کې له افراط او تفریط نه کار وا نه خلي، ټول فرمانونه به په تدریجي ډول هم په حکومتي او هم په ولسي کچه.»
اخوا ښځينه فعاله حبیبه اشنا وایي، که اسلامي امارت د ښځو د حقونو ورکړې ته ژمن وي، نو د نجونو پر مخ دې تړلي ښوونځي پرانیزي.
نوموړې وایي، په تېر یوه کال کې په مسلسل ډول دا غوښتنې کېږي، خو لا نه ده اورېدل شوې.
اشنا زیاتوي:
«موږ له اسلامي امارت غوښتنه کوو چې د ښځو لپاره دې د کار او زده کړو زمینه برابره کړي، که دوی د ښځو حقوقو ته ژمن وي، نو د نجونو پرمخ دې ښوونځي پرانیزي او د زده کړو اجازه دې وړکړي؛ څو ټولې نجونې وکولای شي زده کړې ترسره کړي.»
د امربالمعروف وزیر داسې مهال د ښځو د حقونو پر ورکړې ټینګار کوي، چې له تېر یو کال راهیسې د افغان نجونو پرمخ ښوونځي تړل شوي، چې له امله یې د اسلامي امارت پر حکومت د عامو خلکو او نړیوالو نیوکې زیاتې شوې دي.
تازه د پوهنې سرپرست وزیر ویلي، چې د نجونو ښوونځي د کلتوري لاملونو له کبله تړلي پاتې دي؛ خو د دغه وزارت معین د نجونو ښوونځيو د نه پرانیستلو لامل په تعلیمي نصاب کې ستونزې یادوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA