ads

د کابل په شش درک سیمه کې چاودنه شوې

امنیتي مسوولین د کابل د نهمې امنیتي حوزې اړوند په شش درک سیمه کې د چاودنې خبر ورکوي.

محمدخان بریال
20 زمری 1401
د کابل په شش درک سیمه کې چاودنه شوې

دغه چاودنه د پنجشنبې په ورځ تر ماسپښین وروسته په شش درک سیمه کې شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور کلید ته دا چاودنه تایید کړې او زیاته کړې یې ده چې د چاودنې د نوعیت، هدف او مرګ ژوبلې په تړاو به وروسته معلومات شریک کړي.
په ورته مهال د سیمې اوسېدونکو کلید ته ویلي چې د چاودنې په ځای کې امبولانسونه د قربانیانو د لېږد په حال کې دي.
د دې چاودنې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA