ads

د ځوانانو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

د اګېست میاشتې ۱۲ د ځوانانو نړیواله ورځ ده، د دغې ورځې په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معینیت وایي، زرګونو ځوانانو ته یې د لنډمهاله کورسونو له لارې د ظرفیت لوړولو زمینه برابره کړې ده.

فضل هادي حمیدي
20 زمری 1401
د ځوانانو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

په همدې مناسبت د پنجشنبې په ورځ په یوه غونډه کې د ځوانانو چارو معین قاري محمدیونس راشد وویل، دوی له ۲۹ خصوصي پوهنتونونو سره هوکړې ته رسېدلي چې د زرګونو ځوانانو لپاره به د انلاین سوداګرۍ، د وېبپاڼې ډېزاین، وېبپاڼې پراختیا، ادارې او مدېریت، انګلیسي ژبې او په داسې نورو برخو کې په وړیا توګه د درېیو او شپږو میاشتو کورسونو زمینه برابره کړي.
نوموړی وایي، یاد ځوانان به د ځوانانو چارو معینیت له خوا دغو پوهنتونونو ته ور پېژندل کېږي او په دوی کې به هغه ځوانان شامل وي چې په کلیو او بانډو کې له زده کړو لرې پاتې دي، هغه امنیتي ځواکونه چې زده کړې نه لري او یا د دولتي ادارو هغه ځوانان چې ظرفیت لوړونې ته اړتیا لري:
«خصوصي پوهنتونونه چې خلک یې سوداګریز بولي، د خپل ملي احساس له مخې دې ته چمتو شوي چې د خپلو ځوانانو لپاره چې زموږ له خوا ورمعرفي کېږي، وړیا لنډمهاله کورسونه جوړ کړي. موږ شاوخوا ۱۵ داسې پروګرامونه په پام کې نیولي چې که یې ځوانان تعقیب کړي، نو حتمن به ګټه ورته وکړي.»
په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه د هېواد په بیارغونه کې د ځوانانو په رول ټینګار وکړ او ویې ویل، دا یو فرصت دی او باید ځوانان بهرته د تګ پرځای په هېواد کې وروزل شي او خدمت وکړي:
«ځوانان زموږ آینده ده، دا که زموږ ځوانان ټول بهر ته ځي، موږ بیا سبا اړ یو چې له بهره یو څوک په ډېرو پیسو راولو، ترڅو دلته کار وکړي. اوس د ټکنالوژۍ عصر دی، موږ باید خپل ځوانان وروزو، موږ ته نن یو ښه فرصت لاسته راغلی، یو وخت موږ خپل ځوانان له مرګه نه شوی ژغورلی، خو نن د روزلو وخت لرو، کله چې زموږ حالات سم شي، ځوانان به مو تیار روزلي وي.»
په همدې حال کې د خصوصي پوهنتونونو په استازيتوب د مریم پوهنتون علمي مرستیال میرویس پشتون اسلامي امارت ته په هر وخت کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ:
«د افغانستان د خصوصي سکټور په استازولۍ په هره برخه کې چمتو یو چې ورسره همکاري وکړو، که اسلامي امارت په کومه برخه کې د خصوصي سکتور همکاري لازمه وبولي، موږ حتی په وړیا توګه همکارۍ ته چمتو یو.»
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې ځوانان شکایت کوي چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د کابل ښار اوسېدونکی خوشحال وایي:
«ځوانان د زده کړو، روغتیا او کارموندنې په برخو کې له ستونزو سره مخ دي او باید پوره پاملرنه ورته وشي.»
په ورته وخت کې د کابل ښار بل اوسېدونکی فرهاد امین د ظرفیت لوړونې او کار موندنې لپاره ورته پروګرامونه ګټور بولي:
«دغه پروګرامونه د ځوانانو لپاره ډېر اغېزناک دي ، ځکه د وړتیاو لوړول ډېر مهم دي او بیا دوی په خپله کولای شي چې د ځان لپاره کار پیدا کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال په هېواد کې د بې‌روزګارۍ او بېوزلۍ کچه تر بل هر وخت لوړه شوې او له اسلامي امارت څخه د ځوانانو لویه غوښتنه کار موندنه ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA