د امریکا د عدلیې وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، دا کس «شهرام پور صفي» نومېږي او د مهدي رضايي په نوم یې شهرت درلود.
پر صفي تور دی چې په تېر ۲۰۲۱ کال کې یې له یو امریکايي څخه غوښتي و چې که جان بولټن ووژني، نو دی به ورته ۳۰۰ زره امریکایي ډالر ورکړي.
په اعلامیه کې زیاته شوې، ایراني وګړي دا کار د قاسم سلیماني د غچ اخېستلو لپار کاوه.
په همدې حال کې بیا بولټن پرخپله ټوېټرپاڼه د امریکا د عدلیې وزارت له دغه اقدام مننه کړې.
پخپله د ایران حکومت هم تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
د یادونې وړ ده چې جان بولټن د ایران له سر سختو منتقدینو څخه دی.
هغه له ایران سره د ۲۰۱۵ کال له اټومي تړون سره هم سخت مخالف و.