له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د چین استازي په دې لیدنه کې ویلي چې هېواد به یې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي، خو هېڅ وخت به یې په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
هغه زیاته کړې چین د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري او په ټولو نړیوالو کنفرانسونو کې یې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو غوښتنه کړې ده.
یوشیایونګ زیاته کړې چې افغانستان ته به د چین الوتنې بېرته پیل شي او پلان لري، څو د دوی واردات افغانستان ته زیات شي.
په همدې حال کې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال په افغانستان کې د پانګونې او د چینايي پانګوالو د امنیت په اړه ډاډ ورکړی.
مولوي کبیر زیاته کړې، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکوغوښتونکی دی.
د یادونې وړ ده چې یو شیایونګ تر دې وړاندې هم د اسلامي امارت له یو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره کتلي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ